کابل او بیجینګ د سوداګریزو همکاریو تړون لاسلیک کړ

کابل او بیجینګ د سوداګریزو همکاریو تړون لاسلیک کړ

December 5, 2018

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د چین د بازار د تنظیم ادارې، د د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره، د چهارشنبې په ورځ (لیندۍ/قوس ۱۴) د دوه اړخیزو همکاریو تړون لاسلیک کړ.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرستې کاملې صدیقي د تړون د لاسلیک پر مهال وویل، افغان حکومت هڅه کوي چې له چین سره خپلې سوداګریزې اړیکې زیاتې کړي.

هغه زیاته کړه "زموږ اساسي او عمده هدف د دواړو هیوادونو ترمنځ دوه اړخیزې همکارۍ دي او په افغانستان کې د اقتصادي مسایلو د انکشاف او د پانګونې د ودې لپاره د دواړو هیوادونو د قوانیونو او مقرراتو څخه خبریدل دي، په ځانګړي ډول د صادراتو او پانګونې په برخو کې د افغانستان د صنعت او د خصوصي سکتور د انکشاف په برخه کې او د خصوصي سکتور د فعالیتونو په نتیجه کې زموږ د خلکو لپاره د کار او د هوسا ژوند زمینې برابرول دي".

د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا د تړون په اساس، دواړه هیوادونه د صنعت، سوداګرۍ او کوچینو تشبثاتو د پراختیا په برخه کې فعالیت کوي.

د چین د بازار د تنظیم وزیر ژنګ ماو په دې غونډه کې د افغانستان او چین ترمنځ د تاریخي اړیکو یادونه وکړه او وې ویل، چې د سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې د دواړو هیوادونو د پلاو ترمنځ بحثونه د قناعت وړ وو.

هغه زیاته کړ: "د دې چوکاټ په اساس به موږ له یو بل سره لانږدې اړیکې ولرو، موږ به د دوه اړخیزو اړیکو د ډیرولو لپاره لا زیاتې هڅې وکړو او موږ به هم د دواړو خواو ترمنځ د همکاریو د لارو چارو د موندلو پر سر خبرې وکړو".

د ښاغلي ماو پر وینا، دواړه خواوې د دغه تړون له مخې د همکاریو د زیاتوالي سربیره د افغانستان او چین د خلکو د ګټو لپاره هم کار کولی شي.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمیرو له مخې، د کابل او بیجنګ ترمنځ د سوداګرۍ کچه هرکال ۱.۱ میلیارد ډالرو ته رسیږي، چې لویه برخه یې افغانستان ته واردات جوړوي.

افغانستان د دغه تړون په لاسلیک کولو سره هڅه کوي، چې د خپلو غالیو، قیمتي ډبرو، زعفران، آنار او یو شمیر نورو تولیداتو ته په چین کې بازار پیدا کړي.


Create Account



Log In Your Account