د جنازې د لمونځ طریقه:

د جنازې د لمونځ طریقه:

December 17, 2018

كله چې مسلمان وفات شو نو اوس به يې د جنازې دلمانځه داداكولو لپاره جنازه ګاه ته يوسئ . دجنازې دلمانځه مسنونه طريقه داده چې مړى به مخكې كيږدئ او امام به دهغه دسينې په برابر ودريږي اوامام او خلك به د جنازې دلمانځه دادا كولو نيت وكړي چې په اظهرقول په پښتو ژبه يې توري دادي :

 نيت مې كړى د جنازې دلمانجه په څلور تکبیره سره ثنا وایمه الله ج ته درود وایمه پر نبي علیه سلام دعا كوم دې حاضر مړي ته ( اقتدا مې كړې په دې حاضر امام پسې) مخ مې د كعبې شريفي په طرف. "الله اکبر" (امام به داتوري نه وايي چې (اقتدا مې كړې په دې حاضر امام پسې ). او په عربي ژبه يې دنيت لپاره داتوري غوره ګرځول شوي :

 نویت ان اؤدی لله تعالی اربع تکبیرات الصلاة الجنازة الثناء لله تعالی و الصلوات للرسول ودعاء لهذا لمیت اقتدیت بهذالامام متوجها الی جهة الکعبة الشریفة.

 دلته به امام د(اقتديت بهذاالامام ) توري نه وايي . كله چې مقتدي نيت وكړ نو په سمدستي ډول به (الله اكبر) ووايي او له تكبيره وروسته به دادعا پيل كړي :

" سُبحانكَ اللهُمَ وَبِحَمدِكَ وَتَبارَكَ اسمُكَ وَتَعالى جِدُ كَ وَجَلَ ثناءُ كَ وَلااِلهَ غَيرُ كَ " كله چي يې دا دعا وويله نو بيا به (الله اكبر) ووايي او له همدې دوهمه تكبيره وروسته به دا درود ووايي " اللهم صل على محمد وعلى آل محمد كما صليت وباركت ورحمت وترحمت على ابراهيم وعلى آل ابراهيم انك حميد مجيد " (دلته عام درود هم ويلاي شي يعني) "ﺍﻟﻠَّﻬُﻢَّ ﺻَﻞِّ ﻋَﻠَﻰ ﻣُﺤَﻤَّﺪٍ ﻭَﻋَﻠَﻰ ﺁﻝِ ﻣُﺤَﻤَّﺪٍ ﻛَﻤَﺎ ﺻَﻠَّﻴْﺖَ ﻋَﻠَﻰ ﺇِﺑْﺮَﺍﻫِﻴﻢَ ﻭَﻋَﻠَﻰ ﺁﻝِ ﺇِﺑْﺮَﺍﻫِﻴﻢَ ﺇِﻧَّﻚَ ﺣَﻤِﻴﺪٌ ﻣَﺠِﻴﺪٌ ﺍﻟﻠَّﻬُﻢَّ ﺑَﺎﺭِﻙْ ﻋَﻠَﻰﻣُﺤَﻤَّﺪٍ ﻭَﻋَﻠَﻰ ﺁﻝِ ﻣُﺤَﻤَّﺪٍ ﻛَﻤَﺎ ﺑَﺎﺭَﻛْﺖَ ﻋَﻠَﻰ ﺇِﺑْﺮَﺍﻫِﻴﻢَ ﻭَﻋَﻠَﻰ ﺁﻝِ ﺇِﺑْﺮَﺍﻫِﻴﻢَ ﺇِﻧَّﻚَ ﺣَﻤِﻴﺪٌ ﻣَﺠِﻴﺪٌ.

 " كله چې يې درود شريف ووايه نو دريم تكبير(الله اكبر) به ووايي او كه مړى بالغ وو، كه نر وو كه ښځه نو دادعا به ووايي " اللهُمَ اغفر لِحينا, وَمَيتِنا, وَشاهِدِنا,وَغائِبِنا,وَصَغيرِنا,وَكَبيرِنا,وَذَكَرِنا وَاِنثانا اَللهُمَ مَن احييتَه مِنا فَاحيه على اِلاسلامِ وَمَن تَوَفَيته مِنا فتوفه عَلى اِلايمان "

 بيا به د څلورم ځل لپاره (الله اكبر) ووايي او له څلورم تكبير وروسته به سمدستي اول خی طرف او بیا چپ طرف ته سلام وګرځوي او هرلورې ته په مخ ګرځولو سره به " السلام عليكم ورحمة الله " وايي .


Create Account



Log In Your Account