د افغانستان د فوټبال فدراسیون رئیس ممنوع الخروج شو

د افغانستان د فوټبال فدراسیون رئیس ممنوع الخروج شو

December 29, 2018

د افغانستان لوی څارنوالۍ د فوټبال فدراسیون د رئیس کرام الدین کریم په گډون ددې فدراسیون پنځه غړي ممنوع‌الخروج اعلان کړي دي.

د افغانستان د لوی څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د جمعې په ورځ (دسمبر ٢٨) پر خپل رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي چې لوی څارنوالۍ نن د فوټبال فدراسیون د مشر په ګډون د دغه فدراسیون څلور نور غړي ممنوع الخروج اعلان کړل.

نوموړي ویلي: "د فوټبال فدراسیون مشر او څلور همکاران یې د لوی څارنوالۍ لخوا د ښځینه فوټبال لوبډلې غړو د جنسي‌ ځورونې تورنو قضیې په ارتباط ممنوع الخروج کړل."

د افغانستان په لوی څارنوالۍ کې یوې سرچینې د نوم او غږ نه خپرېدو په شرط رسنیو ته وویل چې، په ممنوع الخروج کسانو کې کرام الدین کریم، د فدارسیون سکرټر جنرال سید علي رضا اقازاده، د ولایتي اړیکو مسؤل عبدالصبور ولي زاده، د ګول ساتونکو د کمېټې مشر نادر عالمي او یو کارمند رستم شامل دي.

ښاغلي رسولي د لېندۍ میاشتې پر ۱۸مه رسنیو ته وویل چې د افغانستان د ښځینه فوټبال غړو د جنسني او فزیکي ځورونې تورنو تر ارزونې وروسته یې د کرام الدین کریم په ګډون د فوټبال فدارسیون د مرستیال، سکرټر جنرال، د ګول ستانکو د کمېټې د مشر، او د ولایتي اړیکو د مسؤل  دندې ځنډیدلي دي.


Create Account



Log In Your Account