افغان کرېکټ د ۲۰۲۰ کال د شل اوریز نړیوال جام سیالیو ته لار ومونده

آصف الرحمن امېد

د کرکټ د نړیوالې شورا د خبرپاڼې له مخې، افغانستان د ۲۰۲۰م میلادي کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو ته نېغ په نېغه او له غوراوي پړاو پرته لاره وموندله.

 دا پرېکړه د شل اوریزو نړیوالو سیالیو د درجه بندۍ په اساس وشوه، هغه لس لوبډلې چې د ۲۰۱۸م کال د دولسمې میاشتې تر وروستۍ نېټې په غوره اته لوبډلو کې پاتې شي، نو مستقیماً به د راتلونکي کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو ته لاره پیدا کړي.

 د ۲۰۲۰م کال شل اوریز نړیوال جام سیالۍ به د اکټوبر میاشتې په ۱۸مه نېټه پیل شي او په ۲ پړاوونو کې به ترسره شي.

 لومړی پړاو کې به ۸ لوبډلې د ګروپ سټېج لوبو کې د یوبل پر وړاندې ولوبیږي، تر دې وروسته به له همدغو ۸ لوبډلو څخه ۴ غوره لوبډلې د نړۍ نورو ۸ بهترینو لوبډلو سره د دغو سیالیو په دویم پړاو کې یوځای شي.

 په دغو ۸ بهترینو لوبډلو کې افغانستان، آسترالیا، هندوستان، پاکستان، نوی زیلاند، سویلی افریقا، انګلستان او ویسټ انډیز شامل دي چې په مستقیم ډول به د یاد جام په دویم پړاو کې ولوبیږي.

 د لومړي پړاو ۸ لوبډلو څخه ۲ یې سریلانکا او بنګله دېش دي او ۶ نورې لوبډلې به د غوراوي پړاو له لارې نړیوال جام ته لاره پیدا کړي.

پکتیا اوسېدونکي د عملیاتو پرمهال د ملکي خلکو ژونه د پاملرنې غوښتنه کوي

زیارت تاثیر ـــ پکتیا

د اريوب ځاځيو ولسوالۍ شاوخوا درې سوه اوسېدونکو د پکتيا ولايتي او نظامي ادارې په شپينو عملياتو کې بې غوري او نا همغږي تورنې کړې.

دغه اعتراض کوونکي، چې د ولايتي شورا مخې ته راغلي وو له حکومته  وغوښتل، چې په عملياتو کې د ملکي خلکو ژوند ته پام وکړي.

د ولسي خلکو په استازيتوب حاجي عبدالصمد ځاځي او غياث الدين وويل، چې دوی د هغو عملياتو مخالف ندي، چې د دولت مخالفينو باندې تر سره کېږي، خو وايي، چې په يو شمېر عملياتو کې چې د مخالفينو پر ضد تر سره کېږي، د ملکي خلکو ژوند ته پام نه کېږي.

دوی وايي يوازې په اريوب ځاځيو ولسوالۍ کې له تېرې يوې مياشتې را په دې خو اته ملکي کسان وژل شوي او د عامو خلکو څخه ۵۶ ميله هغه وسله، چې خلک يې د سرحدونو او کورنيو ساتنې لپاره کار اخلي امنيتي ځواکونو وړې ده.

دوی وايي په عملياتو کې لس ملکي وګړي د امنيتي ادارو له لوري وړل شوي او د خلاصونو غوښتنه يې کوي:

د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي وايي، نوي (۹۰)  سلنه عمليات بريالي تمام شوي، خو وايي کوم ملکي کسان چې په دې عملياتو کې بنديان شوي وي او وسلې يې وړل شوې وي دوی بېرته وسپاري.

یاد دې وي، چې وړمه شپه د ورته شپینو عملیاتو په نتیجه کې د زرمت ولسوالۍ اوسیدونکو ته مرګ ژوبله اوښتې وه او له دولت څخه يې د شپینو عملیاتو د بدیدو په کلکه غوښتنه کوله.

هلمند کې وروستیو وچکالیو ۴۵ زره کورنۍ اغیزمنې کړيدي

تلوسه/هلمند

تر بل هر وخت په روان کال کې د وچکالۍ کچه زیاته شوې او لسګونه زره کورنۍ یې په هلمند کې ځپلي او له خپلو سیمو ګډوالۍ ته اړ کړیدي.

د هلمند ولایت د طبعي پيښو پر وړاندې د مبارزې رئیس میرقلم زاهدي وایي چې وچکالۍ ځپلي د هلمند په ټولو ولسوالیو کې دي، چې شمېر یې شاوخوا ۴۵ زره کورنیو ته رسیږي.

نوموړی زیاتوي چې د شمالي ولسوالیو کسان تر ډيره وچکالۍ ځپلي او له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

 د طبعي پيښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسؤلین وایې چې WFPیا د خوړو نړیوال سازمان د وچکالۍ ځپلو ۳۲ زره کورنیو لپاره مرستې چمتو کړي چې عملأ یې د ویش لړۍ جریان لري .

د هلمند ولایت د طبعي پيښو پر وړاندې د مبارزې رئیس میرقلم زاهدي دغه راز زیاتوي چې ددوی د ادارې له لوري هم د هلمند شمالي ولسوالیو د وچکالۍ ځپلو لپاره څلورنیم زره ټنه غنم چمتو شویدي چې یادو کورنیو ته به یې په نږدې راتلونکې کې وویشې .

وچکالۍ د هلمند اوسېدونکي زیات اندیښمن کړي او دغه چاره ګواښونکې یادوي، چې په خبره یې باید مرکزي حکومت له وړاندې ورته چمتوالی ولري.

 

د غزني لپاره د طالبانو استخباراتي مسوول وژل شوی

ملي فاع وزارت وايي چې د غزني لپاره د وسله والو طالبانو د استخباراتو مسوول په ګډون ۲۰ وسله وال وژل شوي  دي.

د ملي فاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د طالبانو پر دغه استخباراتي مسوول او ملګرو یې د غزني په ناوه ولسوالۍ کې هوايي برید شوی.

سرچینه زیاتوي، چې په دې هوايي برید کې د غزني لپاره د طالبانو د استخباراتو مسوول ملا حمیدالله له خپلو پنځو ساتونکو سره یو ځای وژل شوی دی.

بل خوا دفاع وزارت وايي، افغان پوځ د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو پر مهال ۹ وسله وال طالبان وژلي او څو کلي یې د هغوی له شتون څخه پاک کړي دي.

دغه راز دفاع وزارت زیاته کړې، چې د فاریاب ولایت په شرین تګاب ولسوالۍ کې هم د هوايي بریدونو پر مهال ۱۰ وسله وال وژل شوي دي.

د عملیاتو پرمهال ۴۰ وسله وال وژل شوي

دفاع وزارت وايي په هلمند او اروزګان ولایتونو د عملیاتو کې ۴۰ وسله وال وژل شوي ۲ نور ټپیان شوي.

ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې  خبرپاڼه کې راغلي افغان ځواکونو یاد عملیات د هلمند په سنګین، د اروزګان په مرکز ترینکوټ او چورې ولسوالۍ کې تر سره کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د کمانډو ځواکونو په عملیاتو کې ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي، دوه عرادې موټر او یوه اندازه وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي دي.

دغه راز خبرپاڼه زیاتوي، چې د اروزګان د مرکز ترینکوټ اړوند سیمو کې د هوايي او توپچي بریدونو په ترڅ کې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

همدارنګه دفاع وزارت د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو پر مهال د ۸ طالبانو د وژل کېدو او دوه نور د ټپي کېدو پخلی کړی دی.

سرچینه وايي، په دې عملیاتو کې د طالبانو دوه د چاودېدونکو توکو ډک موټر سایکلونه، یو پټنځای او یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

ننګرهار کې له بزګرانو سره د مرستو په ویش کې پراخ فساد شوی

تلوسه : میرویس رحماني/ننګرهار

چارواکي وايي چې  ننګرهار ولایت کې له بزګرانو سره د مرستو د ویش پر مهال پراخ فساد شوی دی.

دا خبرې د افغانستان د کرنې او مالدارې وزیر نصیر احمد دراني ننګرهار کې له بزګرانو سره په لیدنه کې وکړې، نوموړي وویل چې د کرنې وزارت مامورینو د شرکتونو د مسوولینو سره په همغږۍ د بزګرانو سره په مرستو کې پراخ فساد کړی چې یو شمېر یې څارنوالۍ ته هم پیژندلي دي.

دراني بزګرانو سره په خبرو کې وویل چې تیرکال بزګرانو سره د لس زره ټنو اصلاح شویو تخمونو کې یونیم زر ټنه بي کفیته ویشل شوي او په لویه ګچه غلاوی هم پکې شوي دي .

  نوموړي زیاته کړه چې په ولایتونو کې د ریاستونو پرچاوراکو د بي باورۍ او د وسایلو د ناسم استعمال له امله په یاد وزارت کې تر نیم سلو ډیر ټراکټورونه ورسره ولاړ دي خو هغه مهال به یې ننګرهار کې بزګرانو ته وویشي چې ورسره شته اندیښنې ختمي شي.

بل خوا بزګران د کرنې وزارت له چارواکو غواړي چې دې ولایت ته خپله پاملرنه ډيره کړي، بزګران وايي کرنیزو محصولاتو ته يې د مناسب بازار د نشتون له امله د حاصلاتو ضایعات زیات دي.

د ښیوې ولسوالۍ یو بزګر غلام رحیم همت وایي د کرنې وزیر نه غوښتنه وکړه چې د دوی د حاصلاتو لپآره د مارکیټ په موندلو کې مرسته وکړي .

د کرنې وزیر ننګرهار ته د خپل دي سفر پرمهال د اته څلویښت میلونه افغانیو په ارزښت دوه څیړنیز فارمونه هم ګټې اخیستنې وسپارل او ژمنه يې وکړه چې د کرهڼې او مالدارۍ په برخه کې به د ننګرهار ولایت جګړه ځپلو ولسوالیو ته خاص پاملرنه کوي.

افغان کډوال له ستونزو سره لاس وګرېوان دي

  د بلوچستان ايالت په شمول د پاکستان په  بېلابېلو ايالتونو کې مېشت افغان کډوال له  پوليسوشکايت کوي، چې د تګ راتګ پرمهال ځورول کېږي.

 کډوال په  داسې وخت کې شکايت  کوي، چې په  دې وروستيو کې زرګونه  افغان کډوال بېرته  خپل وطن ته ستانه شوي او يا هم د ستنېدو اراده  لري.

چارواکي وايي، چې د افغان کډوالو په ستنېدنه کې د تېرو کلونو په پرتله  زياتوالی راغلی، خو د دوی په خبره  کډوال په خپله خوښه  بېرته وطن ته ستنېږي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو په ځورولو او نيولو کې  وروسته له  هغه  زياتوالی راغلی، کله چې وسله والو په پېښور کې پر ښوونځي بريد وکړ او د ښوونځي يوسل څلوېشت ماشومان يې  ووژل.

د بلوچستان ايالت په سرخاب، سرانان، ګردي ځنګل او کټوۍ پنډغاليو کې مېشت افغان کډوال له پوليسو سرټکوي او وايي، چې پوليس يې د کارټونو نه لرلو په پلمه ځوروي چې امله يې دوی له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د دوی په وينا په پاکستان کې د غيرقانوني اوسېدنې په جرم يې پوليس نيسي، د پوليسو په قومندانۍ کې يې د فارن ايکټ له  مخې بندي کوي او له  څه  مودې  بند وروسته  يې پر پوله بېرته افغانستان ته اړوي.

پکتیا کې د علمیاتو پرمهال ۶ ملکي وګړي وژل شوي

زیارت ګل تاثیر ــ پکتیا

تېره شپه، د کي پي ایف ځواکونو د عملیاتو پرمهال د ېوې کورنۍ د پنځو غړو په ګډون شپږ تنه ملکي وګړي وژل شويدي .

یاد عملیات د پکتیا ولایت اړوند د زرمت ولسوالۍ د سرکۍ په سیمه کې ترسره شويدي.

اوسیدونکي وايي، چې یاد عملیات د پخواني جهادي قمندان او اوسني قومي مخور محمد نعیم په کور ترسره شوي، چې د محمد نعیم او دریو زامنو په ګډون پکې ۶ تنه وژل شوي دي.

د دې سیمې اوسیدنکو د وژل شویو کسانو جنازې د اعتراض په ډول د ولایت مقام مخته راوړې وې .

د سیمې د اوسیدنکو په خبره وژل درې تنه ځوانان د بیلابیلو پوهنځيو محصلین وو او د  کومې ډلې پورې يې تړاو نه درلود .

د محمد نعیم ورو غلامحمد وايي، چې وژل شويو درې تنه وریرونو او دوه تنو وروڼو يې د هیڅ کومې ډلې پورې تړاو نه درلود .

غلامحمد په ژړوغوني ږغ په غریو کې د یو زلمي وژل وراره د ېوې خاطرې یادونه کوي او وايي، جې دوی د وروستي کال محصلین وو او ګڼې هېلې درلودې.

د پکتیا ولایت د سولې شورا رییس جنت خان منګل وایي، چې وژل محمد نعیم د سولې د ولایتي کمېټې غړی وو.

د سیمې اوسیدونکي وايي محمد نعیم د دولت پلوی او با نفوذ شخص وو، د سولې لپاره یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کولې.

د دې سیمې اوسېدنکې زیاتوي، چې له دې وړاندې هم د زرمت د خلکو سره ورته ظلم شوی خو تر اوسه پورې يې چا غږ نه دی اورېدلی.

د پکتیا د ولایت مقام مرستیال عبدولولي سهي پدې اړه وايي، چې د ترسره شویو علمیات په اړوند ددې ولایت مسولین ندي خبر.

عبدولولي سهي زیاتوي، چې د وژل شویو کورنیو غړو ته هیڅ د ځواب ویلو لپاره نلري .

یاده دې وي، چې له دې وړاندې هم پدې ولسوالۍ کې د ورته علمیاتو په نتیجه کې ملکي وګړي وژل شویو ، چې د سیمې د اوسېدنکو غبرکون يې راپارولی وو.

 

ارګ د انتخاباتو د ځنډېدو هرکلی وکړ

د افغانستان حکومت د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له لوري د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ځنډېدو د پرېکړې هرکلی وکړ.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ريیس عبدالبدیع صیاد پرون اعلان وکړ چې له سیاسي ګوندونو او بېلابېلو خواوو سره له سلامشورو وروسته یې پرېکړه وکړه چې د ولسمشرۍ انتخابات به د حمل د یودېرشمې پر ځای د سرطان په ۲۹ (جولای ۲۰) د ولایتي او ولسوالي شوراګانو له انتخاباتو سره په یو وخت وکړي.

ښاغلي صیاد، امنیتي ستونزې، د هوا سړوالی، د بایومیتریک په شان تخنیکي ستونزې د انتخاباتو د ځنډولو دلیل وباله.

د لوی ملي ايتلاف ویاند فضل الرحمان اوریا د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پرېکړه غیرقانوني وبلله، ویې ویل چې کمیسیون له سیاسي ګوندونو سره مشوره نه ده کړې بلکې دا پرېکړه یې د حکومت په خوښه کړې ده.

ارګ وايي«په دې کې هیڅ شک نشته چې د افغانستان حکومت غوښتل چې انتخابات په خپل وخت وشي، خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د یوه مستقل اورګان په توګه د سیاسي ګوندونو، د ولسمشرۍ د احتمالي کاندیدانو، نړیوالې ټولنې او پر انتخاباتو د څارونکو ادارو په شان له ټولو اړوندو خواوو سره په مشوره او د میزان د میاشتې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د شویو تېروتنو د نه تکرارېدو او تخنیکي مسایلو په خاطر وپتېیله چې د ولسمشرۍ انتخابات د ۱۳۹۸ په سرطان میاشت کې ترسره کړي.»

په همدې حال کې د ولسي جرګې له انتخاباتو دوه نیمې میاشتې وځي خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون تراوسه پورې نه دی بریالی شوی چې نهايي پایلې اعلان کړي.