د کابل ښار د تېرې شپې اورلګېدنې ۴۹ کسانوته مرګ ژوبله اړولې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مسؤولین وايي، د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې رامنځته شوې اورلګېدنه کې ۳ تنه مړه شوي او ۴۶ تنه ټپیان شوي‌ دي.

د روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار د جمعې په ورځ رسنیو ته وویل چې په مړه شوو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ښاغلي‌ مایار زیاته کړه چې د پېښې ټپیان د کابل ښار روغتونونو ته انتقال شوي چې د شپږو تنو روغتیايي حالت نازک دی.

تېره شپه څه باندې ۱۱ بجې د نهمې امنیتي حوزې اړوند عبدالحق څلورلارې کې په یوه پطرول پمپ کې تر درنو چاودنو وروسته اورلګېدنه رامنځته شوه.

په دغه اورلګېدنه کې په «کابل ټاور» کې چې د خلکو کورونه او دوکانونه هم پکې دي‌ اور لګېدنه رامنځته شوه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي هم رسنیو ته وویل چې تېره شپه ۱۱ بجې او ۳۰ دقیقې لوموړی په احمدیار پطرول پمپ کې د ګازو زخېرې ته د ګاز اچولو پرمهال اورلګېدنه رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې تردامهاله د رامنځته شوي اورلګېدنې لامل معلوم نه دی خو زیاته یې کړه چې په دې اړه د دوی څېړنې روانې دي.

هستي ګل کورنی کرکټ پرېښود

 د کرکټ ملي لوبډلې پخواني ال راونډر هستي ګل عابد په فیسبوک پاڼه اعلان کړی چی د کورني کرکټ دنده یی پریښي ده خو د نوي دندی او لامل په اړه یی څه نه دي ویلي.

 په همدی حال کی ویل کیږي چی هستي ګل عابد د کرکټ بورډ د نوي مشرتابه له خوا د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د بالینګ روزونکي په توګه ګمارل شوی خو په دی اړه رسمي څه نه دي ویل شوي.

د بالینګ روزونکي په توګه د هستي ګل عابد د ټاکل کیدو ګنګوسی داسی مهال کیږي چې د غوراوي کمیټي مشر او پخوانی کپتان نوروزمنګل داوسنۍ اداری له خوا د کرکټ ملي لوبډلی سره د بیټینګ سلاکار روزونکي په توګه مل شو.

 دیادونې وړ ده چې له افغان کرکټ ملي لوبډلې سره په دی وروستیو کې هندی اومیش پټوال د بیټینګ سلاکار او سویلی افریقایي بالر شارل لنګویلټ دبالینګ روزونکي په توګه مل وو خو دراتلونکي په اړه یی څه نه دي ویل شوي.

پکتیکا کې د ۳۵ میلیون افغانیو په ارزښت ښوونځيو ته ودانۍ جوړېږي

 د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ په بېلا بېلو سیمو کې د شاوخوا پنځه دېرش میلیونه افغانیو په لګښت د اوو ښوونځیو د ودانیو جوړولو چارې پرون رسمآ د پکتیکا ولي محمد الیاس وحدت له لوري پیل شوې.

د یاد ولایت له مقام نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې محمد الیاس وحدت د دغو ښوونځیو د ډبرې ښودلو پرمهال وویل، د خپل ماموریت په پیل کې یې د پوهنې بهیر پیاوړتیا او په دې برخه کې د پرمختګ ژمنې کړې وې چې په یاده برخه کې ګڼې لاسته راوړنې لري.

ښاغلي وحدت وویل: د دغو ښوونځیو په جوړېدو سره به د مټاخان ولسوالۍ د ډیری ګلالیو ماشومانو د سر پنا ځای پیدا شي او دوی به نور تر شنه اسمان لاندې زده کړې نه کوي.

 نوموړی وایي، یاد ښوونځي د کلیو پراختیا ریاست د ولسي تړون پروګرام له لوري جوړیږي چې ټول لګښت یې شاوخوا پنځه دېرش میلیونه افغانۍ دی. نوموړي دغه راز د مټاخان ولسوالۍ په ولسونو غږ وکړ چې خپلې ګلالۍ ماشومې او ماشومان درس ویلو ته وهڅوي او په ښوونځيو کې یې داخل کړي څو زده کړې وکړي او په پکتیکا کې شته ناخوالو ته د پای ټکی کیږدي.