لوګر کې د اساسي قانون ۱۵کلیزه ولمانځل شوه

لوګر کې د اساسي قانون ۱۵کلیزه ولمانځل شوه

January 10, 2019

زیارت تاثیر ــــ پکتیا

وړمه ورځ لوګر پوهنتون کې د افغانستان د اساسي قانون ۱۵ کلیزه ولمانځل شوه.

 په همدې تړاو جوړه شوې غونډه، چې په لوګر پوهنتون کې جوړه شوې وه،  پکې د یاد پوهنتون ښوونکو، محصلینو،  د دولتي ادارو کارکوونکو او مدني فعالانو ګډون کړی وو.

د غونډې ګډونوالو د خپلو خبرو پر مهال وویل، چې په اساسي قانون ځان پوهول او د هغه تطبیق کول ډېر ارزښت لري، چې له مخې یې په ټولنه کې هر فرد کولی شي خپل حقونه تر لاسه کړي.

د لوګر د پوهنتون رییس عبدالناصر ستانکزي د خپلو خبرو پرمهال وویل، چې که یو هیواد ښه اساسي قانون ولري، هیواد ټول اتباع به له حقوقو څخه برخمن وي .

د لوګر پوهنتون استادانو وحیدالله عبدالرحیمزي او عزیز عابد وویل، چې د اوسنیو ستونزو او نا خوالو د شتون له لاملونو څخه یو هم په سم ډول د قانون نه پلي کېدل دي .

دوی زیاتوي، چې که د یوه هیواد قانون په سم ډول تطبیق نشي، نو ورته ستونزې ترې راولاړيږي .

اساسي قانون د یوه هیواد له ملي وثیقې څخه عبارت دی، چې د یوه هیواد د عمده مسایل، درګونې قواوي، ملي سرورد دا او دې ته ورته مسایل بیانوي، چې د نورو قوانینو مور ګڼل کيږي.


Create Account



Log In Your Account