انتخاباتي اصلاحاتو ته جدي اړتیا ده

په کابل کې د امریکا سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان په انتخاباتي بنسټونو کې “د جدي اصلاحاتو” پلي کول اړین دي.

پدغه اعلامیه کې چې د جمعې په ورځ خپره شوې ویل شوي چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ځنډولو په هکله د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون تصمیم په انتخاباتي بنسټونو کې د اداري او فني نیمگړتیاو د لرې کولو په خاطر نیول شوی دی.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون پدې وروستیو کې اعلان وکړ چې د جمهوري ریاست انتخابات یې د دریو میاشتو لپاره شاته اچولي دي. د کمیسیون مسؤولینو ددې ځنډ دلیل د هغو تخنیکي او عملیاتي ستونزو حل کول گڼلی چې په کې بودجه، امنیت، د انتخاباتي موادو انتقال او د ژمي یخني شامله ده.

د امریکا سفارت ویلي چې “مونږ د افغانانو او د نړیوالې ټولنې سره یوځای پدې باور یو چې انتخاباتي اصلاحاتو ته جدي اړتیا ده.”

په اعلامیه کې راغلي ” افغانان باید د خپل مشر د ټاکلو لپاره تصمیم ونیسي او هغوی د داسې انتخاباتي بنسټونو د لرلو مستحق دي چې پر دغه بهیر د عامه باور د بیرته راجلبولو لازمه وړتیا ولري.”

د امریکا سفارت پدې اعلامیه کې لیکلي چې د افغانستان په پارلماني انتخاباتو کې فني او اداري نیمگړتیاوی څرگندې وې.

د افغانستان د پارلماني انتخاباتو له ترسره کیدو درې میاشتې وروسته چې په کې د پراخو درغلیو ادعاوی شوې دي لا هم وروستۍ نتیجې ندي اعلان شوي او څرگنده نده چې نوی پارلمان به څه وخت کار پیل کړي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ژمنه کړې چې د اصلاحاتو د راوړلو او د انتخاباتي بنسټونو د کاري وړتیا د لوړولو لپاره هڅه کوي. خو د جمهوري ریاست د ټاکنو په نژدې کیدو سره ددغو بسټونو د وړتیا په هکله اندیښنې لاهم موجودې دي.

 

فضلي: د پنځو زونونو لپاره این سې اې جوړېږي

زیارت تاثیر ـــــــــ پکتیا

د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي مشر عزیزالله فضلي له تلوسې راډيو سره په ځانګړې مرکه وویل، چې د هیواد په کچه به د پنځو زونونو لپاره این سي اې جوړېږي، چې د کرکټ د روزنې لپاره به پکې سر پټې او سر لوڅې اکاډمیانې شاملې وي.

دی وايي، چې دوی پدې اړوند پوره پلان له ځان سره، خو مالي امکاناتو ته په تمه دي .

فضلي زیاتوي، چې د یادو اکاډمیانو پلان او نقشه د کاغذ پرمخ جوړ شوي دي او هڅه يې ده، چې د بودیجې په ترلاسه کولو سره يې عملا چارې پېل کړي ، چې له پکتیا سربیره به څلوورو نورو زونونو ته هم ورکړل شي .

له دې وړاندې د کرکټ بورډ پخواني مشر عاطف مشعل ویلي وو، چې په ځانګړې بودیجې سره به د پکتیا لپاره ژر تر ژره د سر لوڅې او سر پټې کرکټ اکاډمیو چارې پېل شي، خو تر دمه پورې يې کوم څرک نه لیدل کيږي.

د هلمند سیندېزې حوزې په عمومي ریاست کې غېر مسلکي کسان پر دندو ګمارل شوي

تلوسه/هلمند

د هلمند د سیندیزي حوزې عمومي رئيس انجینر غلام یحیي څرګند وایي: چې د ریاست ټیم یې غیر مسلکي دی او نه شي کولای چې په برنامو کې په مسلکي ډول ملتیا وکړي.

 ښاغلي څرګند وویل: یو شمیر داسي کسان یې وړاندې په ریاست کې ګمال شوي چې د اوبو د تنظیم او مدیریت په تړاو مسلکي زده کړې نه لري.

ښاغلي څرګند وویل: چې نوې مسلکي کسان پر به پر دندو وګماري او دغه راز هڅه به وکړي، چې ټول ټیم مسلکي کړي او دغه ټیم به بیا وکولای شي، چې د پلانونو په پلي کولو کې په مسلکي ډول کار وکړي.

هلمند کې په ډیری تخصصي او تخنیکي ریاستونو کې غیري مسلکي کسان پر دندو ګمارل شوي چې د خدماتو وړاندې کولو په برخه کې يې په لویه کچه منفې اغیز پریښي دی .

ننګرهار کې د ښاروالۍ نرخپاڼې نه عملي کېږي

ننګرهار کې ګڼ ښاريان د ښاروالۍ په مسؤولينو نيوکه کوي.

په جلال اباد ښار کې خلک وايي چې نانوایان د نرخپاڼې خلاف کم وزنه او ناسم کيفيت لرونکي ډوډۍ پر دوی پلوري.

 د نانوایانو دا ډول بي عدالتي هغه څه دي چې ښاریان یې اندیښمن کړي دوي وایي که دا حالت په جلال اباد ښار کې روان وي نو د ښاروالۍ شتون ته اړتیا نشته.

جعفر حسن کاموال د جلال اباد ښار یو هټیوال تلوسې راډیو سره په خبرو کې وویل ښار کې نانویان د ډوډۍ وزن کموي او ډیر بي کفیته یې پخوي،هغه وایي چې په دي هرڅه کې د ښاروالۍ مامورین او د دې برخې مسوولین شریک او ګرم دي.

د ښاریانو په وینا چې په ځلونو یې ښاروالۍ ته شکایتونه کړي خو کله چې ښاروالۍ مسوولین راځي نو دوی د ډوډۍ کیفت او وزن برابروي خو چې لاړشي نو بیرته عادي حالت ته کرځي.

خو نانویان وایي چې اوړه قیمته شوي خو د ښاروالۍ له لوري ورته د ډوډۍ قیمت لس افغانۍ او وزن یې زیات ښودل شوي چې د ډوډۍ پخونکو پکې هیڅ ګټه نشته نو مجبوریږي چې د ډوډۍ وزن کم کړي.

وحدت: د کلیوپراختیا بیا رغونې وزات د پکتیکاوالو پوروړی دی

 زیارت ګل تاثیر ــــــ پکتیا

د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت وايي، چې د کلیو پراختیا او بیا رغونې وزارت، چې دوی ته کومې ژمنې ورکړې وې، تراوسه يې نه دي پوره کړي.

وړمه ورځ له کابل څخه د ځينو وزارتونو معنیانانو او د کلیو بیا رغونې پراختیا وزارت وزیر مجیب الرحمن کریمي پکتیا ولایت ته سفر کړی وو، چې د سویل ختیځ زون په کچه یې ددې ولایتونو د ځنیو پروژو د تعقیب په اړه يې ددې زون مربوطه ولایتونو له والیانو او مسولینو سره ناسته لرله .

پدې ناسته کې محمد الیاس وحدت پخپلو خبرو کې وویل، چې د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت د پکتیکاوالو پوروړی دی.

ده د دې وزارت له مسولینو څخه غوښتنه وکړه، چې د ولایتونو متوازنې پرمختیا ته پاملرنه وکړي او د ولایتونو ترمنځ تعدل په نظر کې وونیول شي .

وحدت د دې ترڅنګ له مسولینو څخه غوښتنه وکړه، چې پدې ولایت کې ځینې د بیا رغونې پروژو ته پاملرنه وکړي .

ده په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې نا امني د ځنیو پروژو پر وړاندې خنډ نشي جوړېدای او پدې ولایت کې داسې سیمې هم شته، چې امن پکې قایم او هیڅ امنیتي ستونزه پکې نه لیدل کيږي او مسوولین باید په هغو سیمو کې د ضرورت په اساس ځينو پروژو د پلې کېدا لپاره عمل وکړي .

خلک هم د حکومت په ځينو وزارتونو نیوکه کوي، چې د ولایتونو متوازنې پرمختیا ته پاملرنه نکوي او له ځينو ولایتونو سره توپیري چلند کيږي.

ننګرهار کې اورلګېدنې درانه مالي زیانونه اړولي

د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ کې د تېلو په يو ټانکر کې د اورلګېدو له امله شپږ لويې او وړې موټرې سوځېدلي او ميليونه افغانۍ زيان يې اړولی دی.

  د ننګرهار اطفايې امريت يو کارمند بريدمل فضل الربي وويل تلوسې راډيو ته وویل د پېښې له امله د ياد ټانکر په ګډون يو ټيلر او يو عراده الټو موټرونه، يوه اشترنګي او يوه هندي ريکشاوې سوځيدلي دي.

 نوموړي وویل چې اور يې په کم وخت کې وژلی او په سيمه کې يې لسګونه موټر او هټۍ له سوځيدو ژغورلي دي،خو وایي ، که د دوی پرسونل پر وخت نه وی رسېدلی؛ نو ښايي، تلفات هم رامنځته شوی وی او خسارات هم ډير وی.

چارواکي وايي، د پېښې په تړاو پلټنې پيل شوي، چې څنګه رامنځته شوې او څومره زيانونه لري.

دا په تېره يوه اوونۍ کې دويم ځل دی چې ننګرهار کې اور لګېدنه رامنځته کېږې، د تېرې جمعې په ورځ جلال اباد ښار کې يوه مارکيټ اور اخېستی و چې خلکو ته يې ميليونونه افغانۍ زيان واړوه.

 

هلمند کې ۱۰۰۰ جریبه مځکه له غصبه خلاصه شوه

تلوسه/هلمند

هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ   زر جریبه ځمکه د غاصبینو له منګلو خلاصه شوې ده.

د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان ګرشک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال رسنیو ته وویل: چې پدې وروستیو کې یې پدې ولسوالۍ کې څه باندي زر جریبه ځمکه د غاصبینو له منګلو خلاصه کړې ده، چې پدې برخه کې یې لا هم هڅې روانې دي.

ښاغلي یاسین خان وویل: کله چې یې د هلمند د والي په توګه پدې ولایت کې دنده پیل کړې، تر دې مهاله یوه لویښت ځمکه هم نه ده غصب شوې.

نوموړي وویل: چې غصب پر وړاندي جدي چلند کوي او چاته به اجازه ورنکړې، چې دولتي ځمکې غصب کړي.

والي وویل: چې ګرشک ولسوالۍ کې د ځمکو د غصب د مخنیوي په تړاو جدي هڅې روانې دي، څو هغه ټولې ځمکې له غاصبینو راخلاصې کړي، چې وړاندې په خپل سري ډول غصب شوي دي.

هلمند والي محمد یاسین تر دې وړاندي ګرشک ولسوالۍ ته یو باصلاحیته پلاوی لیږلی وو، څو پدې ولسوالۍ کې غصب شوي ځمکې د غاصبینو له منګلو خلاصې کړي.