هلمد کې د افغان ځواکونو عملیاتو دوام لري

هلمد کې د افغان ځواکونو عملیاتو دوام لري

January 12, 2019

تلوسه/هلمند

د هلمند ولایت په یو شمیر ناامنو ولسوالیو کې لاهم د افغان ځواکونو عملیاتو دوام لري، چې په ترڅ کې یې افغان ځواکونه ډېری لاسته راوړنې او پرمختګونه لري.

د هلمند والی ویاند عمر ځواک وايي چي افغان ځواکونه اوس په تعرضي حالت کې دي او کولای شي، چې ددې ولایت په ټولو ناامنه سیمو کې عملیات ترسره کړي او ناامنه سیمې له وسله والو طالبانو څخه ونیسي.

د ځواک په خبره د افغان ځواکونو وروستي عملیات په ټولو سیمو کې په پوره بریاليتوب ترسره شوي دي، چې له مخې یې پراخي سیمې د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

دده په وینا چې دغه راز په بیلابیلو سیمو کې د افغان او امریکايي ځواکونو هوایي بریدونه په بشپړ ډول اغیزمن ؤ، چې پر مهال یې په لویه کچه طالب قومندانان وژل شوي دي.


Create Account



Log In Your Account