د لوګر په نا امنو سیمو کې یوشمېر پروژې پېلېږي

د لوګر په نا امنو سیمو کې یوشمېر پروژې پېلېږي

January 13, 2019

زیارت تاثیر ـــــ پکتیا

په لوګر ولایت کې د خلکو په همکاري په ځینو نا امنو سیمو کې ولاړې پروژې پلې شوې دي.

د دې ولایت والي محمد انور خان اسحاقزی وايي، چې پدې ولایت کې له پخوا داسې پروژ ې موجودې وې، چې پلې کېدل يې ناکام وو.

دی زیاتوي، له ولسي خلکو سره په ناستو او خبرو يې دې ته لاره هواره کړېده، ترڅو په نا امنه سیمو کې پروژې پلې او  چارې يې پېل شي.

اسحاقزی وايي، چې د دولت له لوري ډېرې پروژې پلې شوې دي، خو په هغه اندازه ندي، چې د خلکو ستونزې په پوره ډول ورسره حل شي .

دی، د ستونزو په ټوله توګه نه حل کېدل ، د افغانستان له اقتصادي وضیعت څخه ګڼي او وايي، چې هیواد په داسې حال کې ندی، چې ترڅو په یو وخت ټولې ستونزې هوارې شي.

لوګر له کابل سره په پوله پروت ولایت دی، چې ځينې  سیمې او ولسوالۍ يې نا امنه او د طالبانو تر حاکمیت لاندې دي.


Create Account



Log In Your Account