د ننګرهار عامه کتابتون سره د ۸ زره کتابونو مرسته وشوه

د ننګرهار عامه کتابتون سره د ۸ زره کتابونو مرسته وشوه

January 13, 2019

تلوسه: میرویس رحماني/ننګرهار

د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست اړوند له عامه کتابتون سره د يو شمېر ځوانانو له لورې په رضاکاره توګه راټول شوي شاوخوا اته زره  ټوکه کتابونه مرسته وشوه.

دغه کتابونه په تېرو څلورو مياشتو کې يو شمېر ځوانانو په رضاکاره توګه له خلکو راټول  کړي اوپه جلال اباد ښار کې ستر عامه کتابتون کې چې اطلاعاتو او فرهنګ وزارت جوړ کړی ځای پرځای شي.

دغه کتابتون که څه هم د اطلاعاتو او فرهنګ وزير او ننګرهار ولايت چارواکو له لورې د روان کال په وري میاشت کې پرانيستل شو؛ خو کتابونه يې نه درلودل.

د کابل پوهنتون استاد  او د دي کمپاین مشر محبوب شاه محبوب وويل، چې د ياد کمپاين پرمهال دوی سره د سل زره افغانيو نغدي مرسته شوې او نور ورته کتابونه خلکو سپارلي، چې ټولټال اته زره کتابونه کېږي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې په دغو کتابونو کې طبي، اقتصادي، د انجينرۍ، ژورناليزم او نورو علومو او مسلکونو اړوند کتابونو سربېره ديني، فرهنګي او ټولنيز کتابونه موجود دي.

د ننګرهار والي حيات الله حيات د يادو ځوانانو له هڅو مننه وکړه، چې زرګونه کتابونه يې راټول کړل او نن يې کتابتون ته سپاري او ډاډ يې څرګند کړ، چې  د دغو کتابونو  د پايښت لپاره به يو منظم پلان جوړيږي او ساتنه به يې کېږي.

نوموړی وايي، د يادو کتابونو د توزيع، بېرته راټولول او ساتنې لپاره منظم ميکانيزم جوړ شوی او د اطلاعاتو او فرهنګ رياست به يې د ساتلو مسئوول وي.


Create Account



Log In Your Account