هرات کې ځانمرګو بریدګرو ۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

هرات کې ځانمرګو بریدګرو ۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

January 13, 2019

ځانمرګو بریدګرو د هرات ښار پر شپږمه امنیتي حوزه کې د درېو تنو ژوند واخیست.

د راپورونو له مخې تېر ماښام شپږ بجې درېیو وسله والو د هرات ښار پر شپږمه امنیتي حوزه برید وکړ او ددغه حوزې ودانۍ ته ننوتل.

دوی مخامخ له پولیسو سره نښته پيل کړه او څو ساعته دغه نښتې دوام وکړ.

د هرات امنیه قومندان امین الله امرخېل وایي، بریدګر تر څو ساعته نښتې وروسته وژل شوي دي.

دده په خبره د بریدګرو له ډلې یوه یې ځانمرګی واسکټ درلود او پاتې دوه په وسلو سمبال وو.

 هغه وايي په پېښه کې دوه پولیس او یو ملکي وګړی وژل شوي دي.

د هرات د ملکي روغتون کارکوونکي هم وايي چې د پېښې له سیمې درې جسدونه او یو ټپي وروړل شوي دي.


Create Account



Log In Your Account