پاکستان کې کې تر ۵۰۰۰  زياتې مېرمنې وژل شوي دي

پاکستان کې کې تر ۵۰۰۰ زياتې مېرمنې وژل شوي دي

January 13, 2019

په پاکستان کې په  تېره نيمه  لسيزه کې ترپنځه  زره   زياتې مېرمنې وژل شوي دي.

د پاکستان د بشري حقوقو د چارو مرکزي وزيرې شيرين مزاري  په  سنا کې په  وړاندې شوي يو راپور کې ويلي، چې په  دې هيواد کې په  تېرو پنځو کلونو کې شاوخوا پنځه  زره   مېرمنې  وژل شوې دي. چې له  ډلې يې شاوخوا پنځلس سوه  مېرمنې د پت  په نامه  وژل شوې دي.

د بشري حقوقو يوه  فعاله  مېرمن  صايمه  منير وايي، چې پر مېرمنو د تشدد او د مړينې د کچې د لوړېدا ترشا د قانون  په  بشپړه  توګه  نه  پلي کېدا او نوري ټولنيزې نيمګړتياوې دي چې  په  دې هیواد کې شتون لري.

په  پاکستان کې ناموسي وژنې زياتره  په  سند ايالت ، بلوچستان او پنجاب ايالت کې رامنځته کېږي. د بلوچستان  له  سند ايالت  سره نږدې په  نصيراباد سیمه کې د مېرمنو د وژنو کچه  ترټولو لوړه  ده. خو په  پښتني سيمو کې دغه  کچه  د بلوڅ مېشته  سيمو په  پرتله  ټيټه  ده.

په  دې هيواد کې مېرمنې په  ډزو وژل کېږي خو ځيني وخت  تشدد ورباندي کېږي او پرځينو بيا تېزاب پاشل کېږي.  د تېرو پنځو کلونو په  ترڅ  کې د هیواد په  بېلابېلو سيمو کې  پر سل مېرمنو تېزاب  شيندل شوي او پر څلوارلس سوه  مېرمنو بيا جنسي تېری شوی دی.


Create Account



Log In Your Account