د علامه ((رشاد)) په نامه ليکل شوي کتاب ته لنډه کتنه

د علامه ((رشاد)) په نامه ليکل شوي کتاب ته لنډه کتنه

February 21, 2019

حيا ت الله حليم ارواښاد پوهاند ٬ علامه عبد الشکور رشاد د پښتو ادبياتو پراسمان هغه روڼ او ځلېدونکى ستورى و چې د هېواد د اوسنيو او پخوانيو ګوتو په شمېر ادبپوهانوپه ډله کې يې نوم په سرکې راځي نو ځکه يې د پښتو ادبياتو دتدريس اوڅېړنو په ډګرکې علامه لقب خپل کړى دى.

 دا يوه ويل شوې معقوله ده چې وايي (دانشمند درشرق بعد از مرګ زنده ميشود ) دا ځکه په ځاى خبره ده چې کله زموږ پوهان ومري ٬ نوله مرګ وروسته يې کارنامې زموږ په ذهن کې را ژوندۍ او دا رمان يې راځي چې کاشکي پرژوند مو دده له علمي پانګو څخه استفادې اواستفاضې کړې واى خوبيا هم دده آثارموجود دى او د آثارو ښيګڼه يې داده چې د ټولنيز٬ ٬ ادبي ٬ تاريخي ٬ تخليقي اوملي هويت اوماهيت له پلوه غني او په هره برخه کې لوړپوهنيزمفهوم په کې نغښتى دى.

 په هرصورت د(علامه رشاد ) د ژوند او ادبي فعاليتونو په نوم ليکل شوي کتاب په حقيقت د هغه د شخصيت او ادبي هڅوهغه ځلانده اوڅرګنده هنداره ده چې دښاغلي محمد نبي صلاحي لخوا په ښکلي متن ليکل شوي اود علامه «رشاد» د ټولوادبي فعاليتونو پر بېلا بېلو زواياوو يې رڼا اچولې ده ٬ په رښتيا هم چې د علامه رشاد ټولو ادبي متنونو٬ اشعارو٬ فلسفي تخليقي او په ځينو مواردو کې طنزي بڼه درلوده که را وڅېړل شي په هرحرف کې يې اوږده مانا مفهوم اوپند پروت دى.

مرحوم علامه عبد الشکور رشاد پربېلا بېلو علمي ادبي څانګو کې تقريباً ۱۴۰داسې علمي ٬ ادبي او جامع المفهوم چاپ او ناچاپ پښتو آثار لري چې رسالې نه ٬ بلکې لوى لوى کتابونه او هريو يې ځانګړى ادبى او فرهنګي کانون ګڼل کېداى شي. د ۸۰ په شا وخوا کې آثار يې تر اوسه چا پ شوي او شپيته نوريې نا چاپ دي چې دا په شلمه پېړۍ کې په افغانستان کې د کتاب ليکنې ترټولولوړريکارد دي چې په پورتنۍ لړۍ کې يې له څلورو نه ترپنځو پورې کتابونه په دري ژبه هم ليکل شوي دي .

پوهاند علامه رشاد ٬ په خپل ځان ٬ ځانته يو زړور تحريک او ادبي نهضت و ٬ دده تهذيب اونيکواخلاقو دعالمانو اوپوهانوترمنځ له ده نه د آسيا په لويه وچه کې يو ځانګړي علمي شخصيت جوړکړى و چې ټولو پيژانده .

 علامه رشاد نه يوازې ادبي اونوردنيوي علوم درلودل، بلکې په شرعي علومو کې يې لوړ او کافي معلومات درلودل اوديني عالم هم و ځکه د ژوند په پيل کې يې په ديني مدارسو اوجوماتونو کې شرعي علوم هم ترلوړه بريده زده کړي وو.

علامه رشاد په دغه کتاب کې د څو بعدي شخصيت په توګه معرفي شوي دي، ځکه له ادبي څېړنو ما وراى يې ډېرنورکمالونه ٬ هنرونه او فنون هم ذکر شوي دي چې په دغه اثر کې د رشاد صيب لخوا دتاريخي افغانستان د ډېرې اړتيا وړلوري په ډېرلوړهمت ٬علمي احتياط او ادبي بلوغ تعقيب شوي چې له دې امله ويلاى شو .

 اکادميسين رشاد په يو وخت او يوه لاس کې ٬ د يوې نه ٬ بلکې د څوهندوانو د نيولو وروستى مثال ګڼل کېداى شي . هغه يو وخت د ناروغۍ ددرملنې لپاره د جاپان هېوادته تللى و او هلته يې د روغتون په بسترد جاپاني ژبې دومره لغتونه زده کړې وو چې افغانستان ته په راګرځېدو يې پرې لغت نامه وليکله . ارواښاد رشاد د کابل پوهنتون د ژبواوادبياتوپه پوهنځي کې د پښتو ژبې د ادبياتو داسې تاريخي استاد و چې هېڅکله به په تکرار دغه پوهنځي دداسې استاد وياړونه مومي ځکه علامه رشاد په ژبپوهنه٬ ادبپوهنه ٬ شاعري ٬ څېړنه ٬ کره کتنه ٬ لغت ٬ تاريخ ٬ جغرافيه ٬ سياست ٬ ټبرپوهنه کې کامل او شامل استاد و. د کتاب حواله ده چې استاد رشاد له نږدې د ۲۵ کورنيو او بهرنيو ژبو سره بلد و چې په ځينو يې ليکنې هم کولې له ځينويې د علمي موادو ژباړې او له ځينې نورو يې څړنيزې اوعلمي استفادې کولي. له بل پلوه رشاد صيب په ټولنيزواصلاحي اموراتو کې له افغان سيد جما ل الدين سره سيالي کوله ځکه سيد جمال الدين افغان غوښتل چې په ټولنه کې اصلاح اوسمسکي له پورته يانې د امير شيرعلي خان له دربار نه راپيل شي، خو علامه رشاد به بيا ويل :چې اصلاح او سمسکي له ښکته لومړي له عام ولس نه را پيل او بيا مخ پورته ددربار په لوري ولاړشي چې په دې صورت کې به يې اغيز ډيروي .

 د خپلې تبصرې په وروستيو کې د مرحوم علامه رشاد صيب په اړه د ليکل شوي کتاب په مشخصاتو يو څه نوره رڼاهم اچوو .

 دغه کتاب لکه د مخه چې وويل شول د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړي ښاغلي څېړنوال محمد نبي «صلاحي» ليکلي چې د هېواد ورځپاڼه ترې مننه کوي ځکه تل يې د هېواد د پوهانو او اديبانوپه آثارو څېړنې او ګرويږنې کړې ٬ هغه يې ځلولي دي٬ دغه کتاب د افغانستان د قلم د ټولنې لخوا په افغان مسلکي مطبعه کې د زرو ټوکونو په تيراژ چاپ شوي دي .

View 17

Create Account



Log In Your Account