حق حق وي

حق حق وي

March 5, 2019

 لیکوال، نجیب ننګیال

وَقُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ ۚ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا * ورته ووايه اې پېغمبره! حق راغی، باطل ونړېد، بلکې باطل مغلوب او ناکام دی. حق حق وي.

 حق د خدای نوم دی. حق د زوال په نوم څه نه پېژني. حق بالاخره ځان ثابتوي.

زمونږ نظام او زمونږ ملي امنيتي ځواکونه د خدای د لارې هغه مجاهدين دي چې شپه او ورځ د ۳۶ مليونه مسلمانانو د مال، ناموس، عزت او د اسلامي نړۍ د يوې پراخې جغرافيې څخه په دفاع کې سرګردانه دي. خدای به د دوې شهادتونه، مېړانې او قربانۍ هيڅکله زايله نکړي.

 د خلکو زور د خدای زور وي. نن حق د باطل په کور کې ځان څرګند کړ. په مسکو کې، د لېن د قبر تر څنګ. نن عباس ستانکزي د هغه لښکر مشر چې دا اتلس کاله يې زمونږ د بېچاره ولس، زمونږ د سرتېرو او زمونږ د مسلمان ملت د تذکرې، نکاحنامې، پاسپورټ، ښاروالۍ او د برق بل د مامورينو د وژلو فتوا ورکوله. نن مسکو کې د هماغه لښکر مشر وايي چې ملي اردو به همدا ملي اردو، همدا پوځ به وي او حتا مونږ له امريکا غوښتي چې خپلې الوتکې او ټانکونه به نه وړي، بلکې همدې پوځ ته به يې پرېږدي. اوس خبره بيخي سپينه شوه. بيخي ښه شوه. زمونږ د نظام حقانيت بيخي څرګند شو.

څو خبرو ته تم کېږو: زما مخاطب طالب دی. عادي طالب. هغه د کونډې بېچاره زوی چې له غربته يې مور د چرګو په هګيو او د کاليو په ګنډلو را لوی کړ.

 دين ته يې وقف کړ. حفظ يې پرې وکړ. مدرسې ته يې ولېږه. خو هلته يې جاسوس استاد د پنجاب د خدمت اله وګرځوه، و يې غولوه او د خپلو خلکو او د خپل مسلمان پوځ د وژلو لپاره يې استخدام کړ.

 نن دې سر خلاص کړي. نن دې ښه غور وکړي. نن دې په سړه سينه، له غوسې او کينې پرته خپل ګرېوان کې سر ښکته کړي. وګورئ، نن ستاسې مشر وايي چې همدا پوځ به دوام کوي او نه به منحلېږي.

د دې څه مانا؟ پرون يې د دې برعکس خبره کوله، نن چې پوه شو د افغانستان ولس مقاومت کوي او د پاکستان دا پلان نشي تطبيقېدای نو په واک کې د شموليت لپاره حتا د خپلې جګړې مشروعيت په خپله نفي کوي.

 اوس را ولاړ شئ، فکر وکړئ. ولې د خپلو مشرانو د ناسمو غوښتنو لپاره تاسې قرباني شئ؟ ولې تاسې خپل کورونه ړنګ کړئ؟ چې همدا پوځ سبا د طالب په حکومت کې هم پوځ دی، نو ولې يې در باندې نن وژني؟ ولې نن ځان د خدای په محکمه کې پرې مجرم کوئ؟ ولې د اخرت ملامتي او د سبا خجالت په غاړه اخلئ؟ قتل خو په تاسې کوي.

جګړې ته خو تاسې مخامخ کوي. ځانمرګي خو په تاسې کوي. د عباس ستانکزي خو زامن او لورګانې دواړه د اسلام اباد په قايد اعظم او د دوبۍ په امريکايي پوهنتونونو کې درسونه وايي.

تاسې او خدای همدا اوس د شهاب الدين دلارو زامن د لاهور په کينګ اډورډ کې طب او په کراچۍ د برق انجينري نه وايي؟

 تاسې او خدای ستاسې د نورو طالب مشرانو کورونه په بحريه ټاون، حيات اباد، ډيفنس او ګلبرګ ټاون کې نه دي؟ تر ټولو مفشن او مسترح ژوند نلري؟

که دا هر څه رښتيا وي، نو تاسې ولې نورو ته د واک او چوکۍ ګټلو لپاره وسله پورته کړې؟

ولې ځان او کورنۍ مو تباه کوئ؟ ولې ما وژنې، ولې زما د بېچاره عسکر کور ړنګوې؟

زه او زما عسکر لکه ته بېچاره او د يوې خوارې کورنۍ خلک يو. پر ما بريدونه مه کوئ. واسکټ دې وغورځوه.

 نن وګوره، دوی خپلو کې سره جوړ دي. يو يې امام و، بل يې مقتدي.

تر پرونه خو همدې دلاور، متقي، ستانکزي او حقاني ويل چې کرزی مرتد دی. کافر دی. دا چارواکي ټول بې عقيدې او بې دينه دي. ايا مسلمان امام ځان پسې کفار مقتدين دروي؟

دا کوم معيارونه دي؟ کومې فتواوې وې؟ د دې جنګ ديني مشروعيت نشته. بيخي نشته. که وای د ۳۰۰۰ ديني علماوو فتوا، د اندونيزيا او په مکه کې د اسلامي نړۍ د ۱۲۰ مفتيانو فتوا هر څه څرګند کړل.

هغه دی ستاسې خپل مشر د همدې مېړني پوځ حقانيت ومانه. نور د خدای خاطر وکړئ، په ځان او دې بېچاره ولس رحم وکړئ. جګړه د نورو د چوکيو، امتیازاتو او واک لپاره مکوئ. يوه مړۍ ډوډۍ د بل په وينو کې مه لټوئ. ای کاش وپوهېږئ. ای کاش.... و ماعلينا الالبلاغ


Create Account



Log In Your Account