ګلنار بېګم وتلې او تلپاتې پښتنه سندرغاړې

ګلنار بېګم وتلې او تلپاتې پښتنه سندرغاړې

March 6, 2019

حمزه اتل د پښتو موسيقۍ په تاريخ كې ګلنار بېګم ستر نوم لري، دې په دې لاره كې نه ستړي كېدونكي ګامونه پورته كړي او د ژوند تر پايه يې پر پښتو زړه راښكونكې سندرې ويلې دي، ګناربېګم په ۱۹۴۲ كال كې په پېښور كې زږېدلې ده، دې له عبيدالله سره چې په دلوار خان مشهور و، واده وكړ، بيا له پېښوره ،بنو ته لاړه او هلته يې ژوند پيل كړ.

ګلناربېګم شپږ اولادونه لري، درى يې زامن او درى پې لورګانې دي. ددې اصلي نوم (( شېرينو )) و، خو كله يې چې سندرې پيل كړې،نو ګلنار بېګم شوه، ګلناربېګم د پښتنو له مومندو او په مومندو كې خوجي خېله وه.

ګلناربېګم د پښتنو په ډېره سخته دوديزه ټولنه او بيا د بنو په سيمه كې پر سندرو ويلو پيل وكړ، په دې ټولنه كې سندرې ويل او بيا د يوې ښځې له خوا سندرې ،ډېر سخت كار و، خو هغې په بې پروايۍ او له پښتو سره د بې كچې مينې له امله وكړ.

د ګلنار بېګم لومړۍ سندره د خيبر پښتو فلم لپاره وه، وروسته د پښتو نامتو سندرغاړې په توګه وپېژندل شوه، بيا يې د پېښور په راډيو كې سندرې پيل كړې،چې اوس هم د هغې خوږې سندرې له دې راډيو څخه خپرېږي. د هغه خوږې سندرې ډېرې مشهورې شوې او پر لر او بر سربېره په ګرده نړۍ كې يې پښتانه مينوال وموندل او د هغوى زړونه يې تر لاسه كړل. او راشه جانانه ورځ د ديدن ده نو سبا به نه وي ديدونه راشه جانانه دا سندره يې ډېر مهشوره ده او د مينه والو زړونه يې خړوبوي. د ګلناربېګم وروستۍ سندره په ۱۹۹۳كال د اپرېل مياشتې په ۷ مې د جمعه خان فلم لپاره ثبت شوې ده، ، دې د خپل هنر په دوران كې خيبر دره، خانه بدوش ، ديدن اوربل او د پښتو تور او داسې نورو ګڼو فلمونو لپاره سندرې ويلې دي ، يوه سندره يې د باز او شهباز پښتو فلم ته هم ويلې، چې خپله يې هم ډېره خوښه وه. تمه چې د ښكلو د ديدار كړې، ځان به هسې خوار كړې او ځان به هسې خوار كړې ګلنار بېګم ته په فلمي سندرو كې سترې سترې جايزې وركړل شوې دي، هغې د كومېسيار ملكي جاېزه له پورفيسور پرېشان خټك له خوا تر لاسه كړې او نور اېوارډونه يې هم تر لاسه كړي دي، هغه د افغانستان د پخواني پاچا او د ملت د بابا ظاهر شاه له خوا هم دعوت شوې وه، خو هغې ډېرې دا ډول بلنه ځكه نه دي منلې، چې هغه پښتنه وه او دې نه شواى كولى، چې په حساس وخت كې دا بلنې ومني او پر سفر لاړه شي.

له همدې امله يې چا مخ هم نه و ليدلى، ويل كېږي، چې هغې به په پرده كې يا د پردې تر شا سندرې ويلې. لاس مې په تندي دى ستا له لاسه زه زارۍ كومه جان جان زه وړه جلكۍ كله ياري كومه دا بله د ګلناربېګم مهشوره سندره وه، چې د خلكو په زړونو يې اور بل كړ. دا سندره په اصل كې په وړوكي او كم عمر كې د نجونو د ودولو پرضد مبارزه وه، د پښتو فلمونو د موسيقۍ برخه له هغې پرته نيمګړې وه ، په دې اړه نثار محمد خان په دې اړه ويلي، چې د پښتو لپاره ډېره مهمه ده، ممتاز بېګم، كشور سلطان ، ګلنار بېګم ،دلشان بېګم او نورې چې په پېښور كې وې، خو ګلناربېګم ځانګړى ځاى لاره ،هغې ۵۳ پښتو فلمونو ته سكرېپ كړى يا يې ورته سندرې ويلې دي، په هغې كې دې او خيال محمد ګډې سندرې ويلې دي، له دوى دواړو پرته يو فلم هم په زړه پورې نه دى. هغه فلم چې د دوى سندرې په كې وي، مشهور هم نه دى.

ګلنار بېګم د بنو د مشهور شاعر او ليكوال غازي سيال ډېر شعرونه په سندرو كې ويلي، چې د پښتنو نسل ته يې ستر ميراث پرېښى دى. له همدې امله به د هغې غږ او اواز د تل لپاره ژوندى وي، هغه لاړه ،خو خوږې سندرې يې د خلكو په زړونو كې ځاى لري. په دې اړه د پښتو ټول شاعران او ليكوالان همغږي دي او وايي، چې ګلناربېګم د خپل هنر له بركته د تل لپاره ژوندۍ ده. د ګلناربېګم زوى داوين په بنو كې كار بار كوي، هغه يو دكان لري، هغه د خپلې مور تلين هر كال نمانځي، دى واپي، چې موږ د خپلې خوږې مور تلين هر كال په ډېره سادګۍ سره نمانځو، هغه وايي، چې هېڅ چا يې د مور پوښتنه نه ده كړې، د هغوى چې د مور له بركته يې ميليارډران شول، يوه ورځ يې هم د خپلې مور پوښتنه ونه كړه، زما مور په ناروغۍ كې ډېر رنځ ووړ، خو چا يې پوښتنه ونه كړه.

وايي پښتون د هنرمند هنر خوښوي، خو هنرمند نه خوښوي! د دې يوازې يوه زوى لوړې زده كړې كړې او ماسټري لري. دلشاد د ګلناربېګم بن وه، دلشاد د ګلنار بېګم د هنر په وخت كې د هغې د اولادونو پالنه كوله او هم يې سندرې ويلې دي، خو يوه يې هم نه ده ثبت شوې. دلشاد او د ګلناربېګم تر منځ ښې اړيكې وې، دلشاد به د كور كارونه كول او ګلنار بېګم به د هنر له لارې د كور او ټولې كورنۍ مالي مرسته كوله، دلشاد هم له ګلناربېګم دوه كاله وروسته مړه شوه. ګلناربېګم په ۱۸۵۹ كال په پېښور كې راډيو كې سندرې پيل كړې، هغه لومړى راشد احمد دقيق ته چې د راډيو مسوول و ور وپېژندل شوه ،هغه د ګلنار بېګم د هنر په اړه د څېړنو لپاره بنو ته لاړ او د دروازې شا ته يې د ګلناربېګم سندرې واورېدې پال مې وګوره پالي په نصيب يې زما څه ليكلي دينه وروسته يې سندره وويله: دا ته چې ځي، روح زما درسره ځينه جار لاونګينه، جار لاونګينه ګلنار بېګم په ټول عمر كې په درېيو پروګرامونو كې په ښكاره توګه برخه اخيستې وه، لومړى پروګرام د بلې سوات د لور د واده پروګرام، دوهم د افغانستان د پاچاه او ټولواك محمد ظاهر شاه له خوا د بلنې پروګرام ، چې د قمر ګلې له خوا جوړ شوى و او درېـيم له دوبۍ نه ليدنه، چې هغه پروګرام د بدر منير له خوا جوړ شوى و، خو ګلنار بېګم د هنرمندانو په منځ كې ډېر احترام لاره، په هغه پروګرام كې كمپوزر منير سرحدي او سندرغاړې مير احمد شاه وه، هغې دې ته د لور په سترګه كتل، هغې په ۱۹۵۹ ،موظفر خان سره كتنې كړې دي، ګلناربېګم د قمر ګلې او عبيد الله جان له سندرو سره ډېره مينه لرله او تل بې اورېدلې او په خپلو سندرو كې به يې ډېر د غازي سيال شعرونه ويل.

دا هوښياره وه، او ډېرې سندرې يې ويلې دي، هغې زده كړې نه وې كړې، خو بيا هم ډېره بااستعداده او د پښتو د مسويقۍ لويه برخه ده، ګلناربېګم تكړه هنرمنده وه، په دې ډګر كې يې مخ كې هېڅ سارى نه لاره، چا داسې فكر نه كاوه، چې دا به دې دومره اهميت ولري، خو ګلنار بېګم لومړنۍ سندرغاړې ده، چې په يوه پروګرام كې يې په يوه ورځ اته سندرې ثبت كړې دي.

ګلناربېګم د پاكستان د ولسمشر له خوا په مډال نازول شوې، همدارنګه د پښتو اوربل فلمونو لپاره مډال وركړل شوى، هغه په همدغه پروګرام كې د لومړي ځل لپاره وليدل شوه، هغې كولى شواى، چې په كروړونو پيسې تر لاسه كړي، خو هغې د پښتنې مېرمنې په توګه د پښتنو رواج ساتلو لپاره دا كار نه كاوه، څو ځله ستر تجار او سياستوال مير افضل خان له هغې غوښتنه كړې وه، چې د هغه په حجره كې سندرې ووايي، نو هغې ورته وويل، چې كه ټول شته او كار خانه يې هم وركړي، دا نه كوي او د هغه په حجره كې به سندرې ونه وايي.

هغه د پښتنو په زړه او فكر كې د تل لپاره ځاى لري، هغې د هنر له لارې د پښتو موسيقۍ ته ډېر كار كړى دى. ګلنار بېګم په ۱۹۹۵ كال كې د اكټوبر په لومړۍ نېټه،وفات او په بنو كې خاورو ته وسپارل شوه.


Create Account



Log In Your Account