د هند کرکټ لوبډلې د خپل پوځ په ملاتړ پوځي خولۍ په سر کړې وې

د هند کرکټ لوبډلې د خپل پوځ په ملاتړ پوځي خولۍ په سر کړې وې

March 9, 2019

 هندوستان کرکټ ملي لوبډلې خلک حیران کړل، په دریمه یو ورځینۍ لوبه کې په داسې مهال میدان ته ښکته شول چې د پوځ خولۍ پر سر وې.

 که څه هم چې دغه لوبه هندوستان اسټرالیا ته وبایلله، خو په دې کار سره یې د خپل هیواد سره مینه ټولې نړۍ ته وښوده. دغه سیالۍ که څه هم هند اسټرلیا لوبډلې ته وبایلله، خو د خپل هېواد سره یې مینه ټولې نړۍ ته وښوده.

 دغه یو ورځنۍ سیالۍ د هندوستان او اسټرالیا ترمنځ د هند په رانچي ښار کې ترسره شوه. پچه یا ټاس هندي لوبډلمشر وګاټه او خپله یې د توپ اچوونې پرېکړه وکړه چې ورته قیمتي تمامه شوه. اسټرلیا په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د پنځو ویکټو په ورکولو سره ۳۱۳ منډې تر سره کړې چې په کې د دغه لوبډلې پيلیز چپ لاسي توپ وهونکي عثمان خواجه ۱۰۴ او ایرون فینچ ۹۳ منډې په کولو بریالي شول. د هند لوبډلې لخوا څخه کولدیپ یادوو درې او محمد شامي یو لوبغاړي وسوځاوه. د ویراټ کهولي د ۱۲۳ منډو ونه کولی شول چې هندوستان له ماتې وژغوري. او ټوله لوبډله یې په ۲۸۱ منډو باندې وسوځیده.

 بل لور ته: په دغه سیالۍ کې میدان ته د ښکته کیدو پر مهال د هندۍ کرکټ لوبډلې د خپل پوځ خولۍ پر سر وې او تر څنګ یې اعلان کړی و چې ددې سیالۍ میچ فیس پیسې په هم خپل پوځ ته ورکوي. خو د هند کرکټ ټیم دغه کار د پاکستان پر چارواکو ښه نه دی لګېدلی او د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري ویلي چې هند د شاهانو لوبه سیاست سره ګډول غواړي. جیو نیوز دغه راز زیاته کړې، پاکستان د کرکټ له نړیوالې شورا یې هم غوښتي تر څو د هند لوبډلې دغه کار په تړاو غبرګون وښيې.


Create Account



Log In Your Account