سویلي افریقا افغانستان ته د ۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه

سویلي افریقا افغانستان ته د ۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه

March 9, 2019

له نوولس کلنو کم عمره افغان لوبډلې له سویلي افریقا د نهو منډو په توپیر ماتې ومنله.

د افغانستان له نوولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې نن د سویلي افریقا د نوولس کلنو کم عمره لوبډلې پر وړاندې لوبه وکړه چې په پایله کې یې له سیالې لوبډلې چې د ۲۰۱ منډې هدف یې ټاکلی و، د نهو منډو په توپیر ماتې ومنله.

 د سویلي افریقا لوبغاړو لومړی توپوهنه وکړه او په ۴۹،۵ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۰ منډه ترلاسه کړې چې له منځه یې لیوک بیفورټ او برایس پارسونز ۴۰-۴۰ منډې وکړې.

د افغانستان په استازیتوب ریاض حسن ډېرې درې ویکټې واخیستې او دغه راز شفیق الله غفاري، عابد محمدي او عارف دولتزي هر یوه د سویلې افریقا لوبډلې دوه-دوه لوبغاړي وسوځول.

 په بدل کې له نوولس کلنو کم عمره افغان لوبډلې په ۴۸،۳ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو، ۱۹۱ منډې وکړې او له سیالې لوبډلې یې د نهو منډو په توپیر ماتې ومنله. د افغان توپوهونکو له ډلې فرحان ذاخېل ۶۳، ریاض حسن ۳۵ او اسحاق ځاځي ۲۰ ډېرې منډې ترلاسه کړې، خو ونه توانېدل چې د سیالې لوبډلې هدف ترلاسه کړي.

 د افغانستان له نوولس کلنو کم عمره لوبډله به د څلور اړخیزه سیالیو د دریم مقام خپلولو په موخه خپله وروستی لوبه هم د روانې مارچ میاشتې په ۱۱مه، د سویلي افریقا پر وړاندې ترسره کړي.


Create Account



Log In Your Account