ایرلنډ افغانستان ته ماته ورکړه

ایرلنډ افغانستان ته ماته ورکړه

March 10, 2019

تلوسه/ اصف الرحمن امید

ایرلنډ په وروستی یو ورځینۍ لوبه کې افغانستان ته ماته ورکړه.

ایرلنډ د لوبې پچه وګټله او د توپ وهنې بلنه يې افغانستان ته ورکړه افغانستان په ټاکلو پنځسو اورنو کې د شپږو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۱۶ منډې ترسره کړې او د ایرلنډ لپاره يې د ۲۱۷ منډو هدف وټاکه.

 دافغانستان لپاره اضغر افغان تر ټولو زیاتې ۸۲ نه سوځیدلې، محمد نبی عسی خیل ۴۰ او راشدخان ارمان ۳۵ منډې وکړې. په توپ اچونه کې ظاهرخان پکتین لس اورنه ترسره کړل اود ۵۵ منډو په ورکولو سره دوه لوبغاړي مجیب الرحمن، محمدنبی، او راشدخان یوه یوه ویکټ ترلاسه کړه.

 د ایرلنډ لپاره پاول سټرلینګ ۷۰ بیلبرني ۶۸ او کوین اوبراین ۳۳ زیاتې منډې جوړې کړې او ایرلنډ د افغانستان له لوري د ۲۱۷ منډو هدف د ۵ ويکټو په له لاسه ورکولو سره په ۴۷،۲ اورونو کې ترلاسه کړ.

 په پينځو یو ورځنیو لوبو کې افغانستان او ایرلنډ دوه ـ دوه وګټلې او یوه لوبه د باران له وجې بې پایلې پای ته ورسیده.

 د لوبې غوره لوبغاړی اضغرافغان او دسیریز غوره لوبغاړی جایزه بیلبرني ته ورکړل شوه. دا چې سیریز مساوي پای ته ورسیده دواړو لوبډلو ته یو ځای ورکړل شو، خو میلمه لوبډلې ته ډالۍ شو.


Create Account



Log In Your Account