راشد خان: نړيوال جام کې به افغانستان وځلوو

راشد خان: نړيوال جام کې به افغانستان وځلوو

March 10, 2019

د افغانستان ملي لوبډلې تکړه او مخکښ ورو توپ اچوونکي راشد خان په خپله يوه لنډه مرکه کې ويلي، چې د راروان پنځوس اوريز نړيوال جام لپاره يې بشپړ تيارۍ نيولي دي او دا ځل به نه يوازې دا چې په نړيوال جام کې ګډون وکړي، بلکې په نړيوال جام کې به دا ځل هڅه کوي، چې د افغانستان لوبډله وځلېږي.

د يو ورځنۍ او شل اوريزو لوبو مخکښ او د لومړي صف توپ اچوونکي راشد خان تازه مرکه د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د هغوى په رسمي فېسبوکپاڼه خپره شوې ده، چې پکې راشد خان د ايرلېنډ سره د روان سيريز او د نړيوال جام په اړه خبرې کړي دي.

د ايرلېنډ سره د روانو لوبو په اړه راشد خان وويل، چې افغان لوبډله تر دې مهاله ښه روانه ده، ځکه ايرلېنډ ته يې په درې شل اوريزو لوبو کې ماته ورکړه او همدا راز په يو ورځنيو لوبو کې هم ترې مخکې ده. هغه وويل چې ټول لوبغاړي ښه لوبېږي او هڅه به وکړي چې په راروانو لوبو کې د تېرو لوبو تېروتنې تکرار نه شي.

د يو افغان لوبغاړي له خوا په پنځوس اوريزو لوبو کې د لومړي هېټريک په اړه راشد خان وويل، چې دى ډېر خوشحاله دى چې په نړيوالو پنځوس اوريزو لوبو کې يې د يو افغان لوبغاړي په حېث لومړى هېټريک وکړ. هغه وويل مخکې هم څو ځل له هېټريک پاتې شوى و، خو دا ځل يې دا وياړ افغانستان ته په برخه کړ. هغه وايي چې ريکارډونه هره ورځ نه جوړېږي، خو د ده هڅه ټوله همدا وي چې افغان لوبډله بريا ترلاسه کړي.

د راروان پنځوس اوريز نړيوال جام په اړه راشد خان وويل، چې دى په خپله په لومړي ځل په پنځوس اوريز نړيوال جام کې لوبېږي او هڅه به کوي چې ښه لوبه وړاندې کړي. هغه وويل چې افغان لوبغاړي په تمريناتو بوخت دي او د نړيوال جام لپاره يې بشپړ تيارۍ نيولي دي. راشد خان وويل چې دا ځل به يوازې دا نه چې په نړيوال جام کې افغان لوبډله ګډون کوي، بلکې دا ځل به افغان لوبډله لکه د آسيا کپ په څېر ځلېږي هم. هغه وايي، زموږ هڅه دا ده چې په نړيوال جام کې ښې لوبې ترسره کړو.

د دې پوښتنې په ځواب کې، چې راشد خان په ډېرو ليګونو کې لوبېږي، نو فټنس ته به يې تاوان ورسېږي، راشد خان وويل چې په شل اوريزو تجارتي ليګونو کې دوى هره ورځ لوبه نه کوي، بلکې د هرې لوبې وروسته درې يا څلور ورځې دمه هم وي، چې په دغه وخت کې بيا خپل په خپل فټنس باندې کار کوي. هغه وايي چې اوس مهال يې خپل فټنس ته ډېره پاملرنه کړې ده. راشد خان وويل چې د ده په نورو ليګونو کې ډېرې لوبې د افغانستان ملي لوبډلې ته هېڅ تاوان نه رسوي، بلکې ګټه يې دا ده چې په نورو ليګونو کې تجربه ترلاسه کړي او بيا ترې په ملي لوبډله کې ګټه پورته کړي.

راشد خان ارمان وويل چې نور يې هېڅ داسې کوم ځانګړى ارمان نشته، چې په کرکټ کې يې ترلاسه کړي، خو يوازينى هدف يې دا دى چې تراوسه يې کوم مقام په کرکټ کې ترلاسه کړى دى، دا مقام په خپل ځاى وساتي. هغه وايي تر څو چې په کرکټ کې وي، تر هغې پورې به د افغانستان لپاره د ښې لوبې ترسره کولو هڅې کوي.

د يوې پوښتنې په ځواب کې راشد خان وويل، چې د ده په نه شتون کې به افغان لوبډله د هېڅ کمي احساس ونکړي، ځکه په افغانستان کې ډېر تکړه تکړه لوبغاړي شته دى او هغه نه يوازې دا چې د راشد خان ځاى به ونيسي، بلکې د ټولو لوبغاړو ځاى نيولى شي. هغه وويل چې مجيب الرحمان، ظهير خان، قېس احمد او نور داسې تکړه تکړه سپين توپ اچوونکي شته، چې لوبډلې ته به برياوې راوړي. هغه وويل افغانستان کې په ځانګړې توګه د سپين توپ اچوونکو ټېلنټ ډېر زيات دى. هغه وويل چې په دې ډېر خوشحاله دى، چې داسې تکړه ځوانان په هېواد کې لرو.

راشد خان وويل، چې کرکټ هېڅ څوک د ټول عمر لپاره نه کوي، موږ به هم يوه ورځ له کرکټ سره مخه ښه کوو، خو کوم نړيوال لوبغاړي چې کرکټ پرېږدي، سړى حتمي خپه کېږي.


Create Account



Log In Your Account