یو ځای څه ډول د یونسکو په نړیوال میراث بدلېږي؟

یو ځای څه ډول د یونسکو په نړیوال میراث بدلېږي؟

March 12, 2019

حمیدالله حمیدي تر اوسه پورې تر زرو ډېر کلتوري او طبیعي اثار د یونسکو د نړیوال میراث په نوم ثبت شوي دي. د یونسکو په نوملړ کې شاملېدل یو ځای ته ډېر ارزښت او درجه ورکوي.

 دا کار د دې سبب گرځي چې د نړۍ له مختلفو برخو څخه ډېر سیلانیان د دغه ځای لیدلو ته ورځي او په دې توگه د دغه هېواد په عایداتو کې زیاتوالی راځي. په دې کې لرغوني سیمې، کلیساوې، ملي پارکونه، د راک نقاشۍ، مقبرې، کلاگانې، د تاریخي ښارونو مرکزونه او د انگورو تاریخي باغونه شاملېږي، خو دغه ځایونه څنگه د یونسکو نړیوال سازمان له خوا د نړیوال میراث په نوملړ کې شاملېږي؟ یوازې هغه سیمې یا ځایونه کولی شي د یونسکو د نړیوال میراث په نوملړ کې شامل شي، چې نړیوال ارزښت او ځانگړتیا ولري. د بېلگې په توگه، یوه طبیعي یا کلتوري ممتازه سیمه چې تاریخي ارزښت ولري او لاسوهنه پکې نه وي شوې، کېدای شي چې د یونسکو پر شرایطو برابر اوسي. د دغو اساسي معیارونو یوه بله برخه یو ضمیمه یي نوملړ دی چې لس معیارونه لري. د بېلگې په توگه، یو ځای باید د انسان د لاس خلاقیت وي او یا هم یو فرهنگي میراث وي. د بامیانو بوتان او په غور کې د جام منار هم په افغانستان کې د یونسکو سازمان له نړیوالو میراثونو څخه شمېرل کېږي.

د بامیانو د بوتانو او بند امیر لیدو ته هر کال ډېر بهرنیان راځي، چې دغه څه د عوایدو ښه سرچینه هم بلل کېږي. دا چې د افغانستان امنیت ښه نه دی او بهرنیان زړه نه ښه کوي چې په افغانستان کې له دغو تاریخي اثارو څخه لیدنه وکړي، خو که امنیتي وضعیت لږ ښه شي، افغانستان ډېر داسې ځایونه لري، چې خلک ترې لیدنه وکړي. یونسکو سازمان په پام کې لري چې لږ تر لږه د افغانستان څلور نورې لرغونې سیمې د دغه سازمان د نړیوالو لرغونو او کلتوري میراثونو په نوملړ کې شاملې کړي.

 دغه ساحې، په بامیانو کې بند امیر، په کابل کې د بابر باغ او د بلخ او هرات ښارونه دي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، هڅه کوي چې د نړيوالو ميراثونو په نوملړ کې د هرات د شموليت لپاره زمينه برابره کړي. دغه وزارت وایي، د يونسکو په فهرست کې د لرغوني ښار په توګه د هرات د ثبتولو په خاطر یې هڅې پیل کړې دي. اطلاعاتو او کلتور وزارت بايد د هرات ښار ته د هغه د لرغونو اثارو په خاطر زياته پاملرنه وکړي. دغه وزارت بايد د هرات لرغونو اثارو ته چې د ويجاړېدو په حال کې دي؛ جدي پاملرنه وکړي او لازمه ده چې دغه ولايت ته زياته بودجه په پام کې ونيسي.

 هرات د کابو اته سوه تاريخي ابداتو په لرلو سره، د هېواد يو لرغونى او تاريخي ولايت دى او له څو کلونو را پدېخوا د نړيوالو ميراثونو په لېست کې د شاملېدو نوماند دى. په خپل سر د جوړونو مخنیوي، د تاريخي څلو د اصالت ساتنې ته په پاملرنې، د يونسکو د معيارونو په ګډون د دغو څلو د تاريخي لرغونتيا په پام کې نيولو سره د تاريخي ابداتو بيا جوړولو ته پاملرنه د نړيوالو ميراثونو په لېست کې د هرات د شموليت په خاطر دي.

 دا په داسې حال کې ده چې د هرات فرهنګي مسوولين د تاريخي څلو د بياجوړولو، ساتنې او څارنې په خاطر د بودجې او امکاناتو د نشتوالي له پلوه اندېښنه لري. د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس وايي، چې په دغه ولایت کې د شته تاريخي څلو ساتنه او څارنه کافي بودجې او امکاناتو ته اړتيا لري. دی وایي، همدا اوس په هرات کې څه د پاسه ٨٠٠ تاريخي څلي او ابدات شته چې ځینې يې د ويجاړېدو له ګواښ سره مخ دي. د دغه ولایت زياتره لرغوني اثار د هرات د تيموريانو په دورې پورې اړه لري.

 دغه اثار ٤٠٠ کاله کېږي چې پر ځاى پاتې دي، خو داسې برېښي چې اوس یې زياتره د نړېدو او د له منځه تلو ګواښ سره مخ دي. په دې وروستیو کې په ایران کې د میبد ښار د (آبي ژرندو په نوم) په یونسکو کې ثبت شو. د میبد ښار د خپل تاریخي قدامت له کبله د ایران په یزد ولایت کې ډېر د ارزښت وړ دی او یوازینی ښار دی چې ډېرې آبي ژرندې پکې شته.

دغه آبي ژرندې د دې لامل شوې چې ډېر سیلانیان یې هر کال لیدو ته ورشي. که څه هم چې له دغو ژرندو څخه اوس د پخوا په څېر ګټه نه اخیستل کېږي، خو بیا یې هم خپل لرغونتوب او جذابیت ساتلی دی.

 د میبد کوچنی تاریخي ښار لږ تر لږه ۲۲ آبي ژرندې لري، نو له همدې کبله د ژرندو پر کلي یا ښار باندې مشهور دی. داسې ویل کېږي چې له دغو ژرندو څخه چې ډېرې پخوا جوړې شوې وې، ځینې یې له سره رغول شوې دي او ځینې نورې بیا هماغسې تر خاورو لاندې پرتې دي.

 په یونسکو کې د دغه ښار د ثبتېدو خبره هغه وخت را پورته او ګرمه شوه، چې له دغو ژرندو څخه ځینې یې له سره ورغول شوې.


Create Account



Log In Your Account