بلوچستان کې ۲ ميليونه  ماشومان ښوونځي ته  نه ځي

بلوچستان کې ۲ ميليونه ماشومان ښوونځي ته نه ځي

March 14, 2019

د يوې احصايې د راپور له مخې بلوچستان کې ۲ ميليونه ماشومان له  زده کړې بې برخې دي.

په  خپاره شوي راپور کې ويل شوي، چې په  ايالت کې په پنځه  زره ښوونځي يواځي يو یو ښوونکی لري.

که  څه  هم  د ايالت  د زده کړې لپاره  په  تېرو پنځوکلونو کې بوديجه  څو چنده  زياته شوې، خو بيا هم د ښوونځیو وضعيت ښه شوی نه  دی.

په د ايالت  کې اوس هم  زرګونه  ښوونځي د څښاک اوبه، تشنابونه  او نوري اسانتياوې نه  لري.

د يوې احصايې له  مخې په  پاکستان کې شاوخوا څلرويشت  ميليونه  ماشومان چې عمرونه  يې د پنځو او اوولس کلونو ترمنځ  دي، ښوونځي ته  نه ځي او له  زده کړې بې برخې دي.

په  دغو ماشومانو کې زيات  شمېر د نجونو دی، چې د دې هيواد په  غرنۍ او کليوالو سيمو کې ژوند کوي.

خو د بلوچستان  د تعليم وزارت  بيا ادعا کوي، چې په  ايالت کې د پخوا په  پرتله  د تعليم وضع اوس  ښه  شوې او د ايالت په  لري پرتو کليوالو او ښاري سيمو کې د باسوادي  کچه  لوړه شوې ده.


Create Account



Log In Your Account