د ارمان لوڼي څلوېښتي ولمانځل شوه

د ارمان لوڼي څلوېښتي ولمانځل شوه

March 14, 2019

د پښتون ژغورنې غورځنګ د شهید شوي غړي ارمان لوڼي د څلوېښتي د پښتونخوا او افغانستان په شمول د نړۍ په یو شمېر هیوادونو کې ولمانځل شوه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی ارمان لوڼي  د فبرورۍ پر دویمه نېټه د بلوچستان په  لورلایې سیمه کې د پاکستاني پولیسو له لوري په بې رحمانه ډول په شهادت رسېدلی و.

تېره شپه د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پر خپله فسبوک پاڼه په ژوندۍ بڼه راغلی و پښتین وایې د پاکستان حکومت ورسره کړې ژمنه پوره نکړه. دی وایې حکومت ورسره د یوې اونۍ وعده کړې وه چې د ارمان لوڼي قضیه به بشپړه شي خو دادی څلویښت ورځې ووتلې خو قضیه هماغه شان پرته ده او قاتل روغ رمټ ګرځي.

منظور پښتین تېره شپه د ارمان لوڼي پر ژوند خبرې کولې او د ده له لاسه ورکول یې د پښتون ژغورنې غورځنګ لپاره یوه لویه ضایع وبلله دی وایې ارمان  لوڼي لیکوال، شاعر او په پوهنځي کې د پښتو ادب استاد و نو د ده وژل په دې ډول ورته د منلو وړ نه وه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د دې ترڅنک  تېره شپه  پر خپلو پلویانو غږ وکړ، چې د شهید لوڼي  څلوېښتۍ دې په خپلو سیمو کې په ارامه ولمانځي. پښتین د افغانستان او پاکستان په ګډون په نړۍ کې په لر او بر پښتنو غږ وکړ چې د ارمان لپاره دې داځل دا ورځ هم ولمانځي.

 د معلوماتو له مخې  د ارمان لوڼي څلوېښت ورځې وروسته هم د هغه د وژنې (ایف ای ار) یا د پولیسو لومړنی رپوټ نه دی ثبت شوی.

ویل کېږي چې د پاکستان د سنا د بشري حقونو کومېتۍ څو ورځې وړاندې اړونده چارواکو ته امر کړی وو، چې د شهید لوڼي د وژنې لومړنی د پولیسو رپوټ دي ثبت شي، خو د بلوچستان ایالتي چارواکي وايي، دغه رپوټ به د هغه د (پوسټ مارټم) رپوټ تر راتلو وروسته ثبتوي.

ارمان لوڼي  د پښتون ژغورنې غورځنګ د کور کومېټۍ هغه یواځینی غړی وو، چې خپله کشره خور به یې ورسره هرې غونډې او هر احتجاج ته ګډه بیوله. همدا یواځينی ورور وو، چې خور به يې د غورځنګ په غوڼډو کې ویناوې کولې او د به اورېدې .

 د یادونې وړده  شهید ارمان لوڼي د پاکستان په کلا سیف الله کې څلویښت ورځې وړاندې هغه مهال خاورو ته وسپارل شو چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران منظور پښتین، محسن داوړ او علي وزیر هم د ده په جنازه کې شتون درلود.


Create Account



Log In Your Account