د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ سبا ټېسټ لوبه پیلېږي

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ سبا ټېسټ لوبه پیلېږي

March 14, 2019

د افغانستان او د ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ سبا د هند په دهرادون کې ټېسټ لوبه پیلېږي.

افغانستان تېر کال د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړی شو او د ټېسټ لوبو امتیاز یې ترلاسه کړ.

تر هغه وروسته یې تېر کال د جون په میاشت کې له هند سره د پنځو ورځو لومړۍ سیالي وکړه چې دا لوبه یې بایلوده، سبانۍ لوبه د افغانستان دوهمه ټېسټ لوبه ده چې ترسره کوي یې.

له ایرلنډ سره د روانو لوبو په ترڅ کې افغانستان د شل اورونو درې لوبې وکړې چې درې سره یې وګټلې او یو ورځنۍ لوبې د دواړو لوبډلو ترمنځ دوه د دوو په وړاندې مساوي شوې.


Create Account



Log In Your Account