د افغانستان په کوربتوب د لومړنۍ ټیسټ لوبې پرانستغونډه وشوه

د افغانستان په کوربتوب د لومړنۍ ټیسټ لوبې پرانستغونډه وشوه

March 14, 2019

نن ماښام د هندوستان په دهرادون ښار کې د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د لومړنۍ ټیسټ لوبې پرانستغونډه ترسره شوه.

 د افغانستان اسلامي بانک جام یوازينۍ ټیسټ لوبه چې د مارچ په ۱۵مه نېټه په راجیو ګاندي کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي، د پرانستې په مراسمو کې یې د دواړو هېوادونو پر لوبغاړو سربېره، د افغانستان کرکټ بورډ عمومي ریس عزیز الله فضلي، د ایرلنډ کرکټ ادارې مشرې ایدین رایس او ګڼو نورو کسانو هم ګډون کړی و.

 د افغانستان کرکټ بورډ عمومي ریس عزیز الله فضلي په خپلو څرګندونو کې وویل: (( ټیسټ کرکټ کول د افغانانو یو خوب و او له نیکه مرغه دغه خوب اوس په حقیقت بدل شو، له ایرلنډ سره د شل اوریزو او یو ورځنیو سياليو لړۍ په ډيره ښه توګه مخ ته لاړه، ګڼو لوبغاړو په کې خپلې وړتیاوې وښودې او هیله لرو چې دغه تاريخي ټیسټ هم په سمه توګه ترسره شي او افغانستان یې وګټي.)) دغه راز عزیز الله فضلي زیاته کړه چې سږ کال د افغاستان کرکټ بورډ ادارې لپاره نړيوال جام تر هرڅه زیات ارزښتمن دی او په خبره یې چې دا ځل به افغانستان د دې ټورنمنټ یواځې ګډونوال نه بلکې د یوې مهمې لوبډلې په توګه برخوال وي.

ښاغلي فضلي له ایرلنډ سره د روانې لوبلړۍ د ښه پرمخ بیولو له امله د کرکټ بورډ له ټولو کارکونکوو مننه وکړه او هیله مندي یې وښوده، چې په افغانستان کې د سرتاسري سولې په راتلو به یوه ورځ نور هېواودونه د کرکټ سیالیو په پار خپل هیواد ته راوبولي.

 د ایرلنډ کرکټ ادارې مشرې اغلې رایس د افغانستان کرکټ بورډ له ميلمه پالنې مننه څرګنده کړه او ډاډ یې څرګند کړ چې د افغانستان او ایرلنډ لومړنۍ ټیسټ لوبه به د کرکټ د تاريخ یوه مهمه برخه وي. د یادولو ده چې د دې پرانستغونډې پرمهال د ایرلنډ لوبغاړو او د لوبډلې رسمي غړيو ته د افغانستان بېلابېلې دودیزې او فرهنګي ډالیو ورکولو ترڅنګ د ملي لوبغاړو له لوري اتڼ هم ترسره شو.


Create Account



Log In Your Account