د حیرتان بندر له لارې چین ته افغاني تولیدات لېږل کېږي

د حیرتان بندر له لارې چین ته افغاني تولیدات لېږل کېږي

March 14, 2019

د هرات د حیرتان بندر له لارې چین ته د اورګاډي په وسیله د افغاني تولیداتو د لېږد پرانیسته وشوه.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د عامه اړیکو مسؤول جان اقا نوید رسنیو ته وویل چې د دې بندر له لارې تر دې دمه یوازې واردات کېدل، خو له دې وروسته به له دې لارې چین ته په زیاته اندازه افغان تولیدات هم استول کېږي.

دی وایي، د بندر عباس او کراچۍ بندر په پرتله د هرات بندر له لارې د رېل ګاډي په وسیله د مالونو انتقال ۵۰ فیصده ارزانه تمامېږي او ژر استول کېږي.

د هرات حیرتان بندر د افغانستان یو له مهمو بندرونو بلل کېږي چې له لارې يې افغانستان له ازبکستان او مرکزي اسیا سره نښلول کېږي.


Create Account



Log In Your Account