د هرات له سېلاب ځپلو کورنیو سره مرسته وشوه

د هرات له سېلاب ځپلو کورنیو سره مرسته وشوه

March 14, 2019

تلوسه راډیو:هارون/هرات

هرات ولایت  کې ۱۳۰۰ سیلاب ځپلو  کورنیو سره لازمې مرستې وشوې.

د هرات ولایت د بیړنیو حالاتو پر وړاندې د مبارزې ریاست مشر حمید مبارز حمیدي واېي، د تېرې یوې اوونۍ په جریان کې د هرات په ښار او ولسوالیو کې د حکومت او خیریه بنسټونو له لوري پر ۱۳۰۰ کورنیو مرستې وویشل شوې.

د ده په خبره: په یوشمېر ولسوالیو کې د امنیتي ستونزو سره سره د دوی مرستې ووېشلې. نوموړی زیته وي که وضعیت همداسې دوام وکړي نو یوشمېر نړیوال بنسټونه به خپلې مرستې محدوده کړي او نا امنه سیمو ته به ولاړ نه شي.

بل  خوا د هرات د ولایتي شورا مشر کامران علیزی واېي، هغه رنګه چې تمه وه باید د بیړنیو حالاتو پر وړاندې د مبارزي ټیم تر ولسوالیو تللی وای داسې ندي شوي او دا کار د قناعت وړ ندی.

د یادولو وړ ده چې د ورستیو بارانونو له امله د هرات په ښار او ولسوالیو کې پراخ سیلابونه را ووتل چې زیاتو کورنیو ته یې پراخ مالي زیانونه واړول.


Create Account



Log In Your Account