محب: جرمي شبکې دې له مینځه يوړل شي

محب: جرمي شبکې دې له مینځه يوړل شي

March 14, 2019

د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب له عدلي او قضايي ارګانونو غوښتي دي، چې د مهسا ماشومې قاتلینو ته د هېواد د نافذه قوانینو پر اساس سزا ورکړي. له امنیتي ځواکونو قدر داني کوم چې د شهیدې مهسا دردونکې پېښې عاملین یې ونیول او پر هغوی یو ځل بیا غږ کوم چې ټولې جرمي شبکې او د هغوی شریکا وپېژني او د قانون منګولو ته یې وسپاري. که چېرې دغه ‌‌‌‌‌‌ډلې مقاومت کوي، له منځه دې یوړل شي. هغه د مهسا ماشومې د وژل کېدو په پېښې خواشينې ښودلې او له د هغې کورنۍ سره يې غمشريکي کړې ده.


Create Account



Log In Your Account