ولسمشر غني د مهسا قاتلینو ته د سختې سزا امر وکړ

ولسمشر غني د مهسا قاتلینو ته د سختې سزا امر وکړ

March 14, 2019

په کابل کې د سړي تښتونکو له لوري د يوې شپږ کلنې نجلۍ وژلو پراخ غبرګونونه پارولي دي.

بل لور ته افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دغې شپږ کلنې ماشومې مهسا وژل کېدل یو وحشاينه عمل بللی او عدلي او قضايي بنسټونو ته یې امر کړی چې پېښه د قانون له مخې وڅېړي او عاملینو ته یې سختې سزا ورکړي.

بل لور ته د افغانستان لويې څارنوالۍ دا وژنه يو جنايت بللی او وايي، قضیه به له قانون سره سم وڅېړل شي.

په ټولنيزو رسنيو کې د وژل شوې کوچنۍ مهسا خپرو شويو تصويرونو تند غبرګونونه راپورته کړي دي.

د دغې ماشومې د ژوند او مرګ تصويرونه یې یوځای لاس پر لاس کېږي او د مهسا لپاره عدالت غواړو له هشټګ سره د عاملینو لپاره د سزا غوښتنه کېږي.

کابل پولیسو د دوو کسانو ویډیويي کلیپ خپور کړی، چې د ماشومې په تښتول تورن دي او په خپاره شوي ویډیويي کلیپ کې دغه کسان د مهسا تښتولو او وژلو جریان بیانوي.

بل لور ته د ماشومې پلار مرتضی احمدي په یوه خبرې غونډه کې وویل:

''له ولسمشر، اجرايي رییس او قضايي قوې مې غوښتنه دا ده چې د مهسا قاتلانو ته د اعدام سزا ورکړي. ''

بل لور ته د کابل پوليسو د مهسا د وژلو په تور دوه کسان نيولي دي. د کابل د پوليسو په وینا تښتونکي دوه تنه دي او د مهسا په بدل کې یې د هغه له کورنۍ د درې سوه زره ډالرو غوښتنه کړې وه.

د کابل د پوليسو قومندان محمد روشندل وویل، د مهسا تښتونکي د هغې کاونډيان دي:

''د پېښې دوه اصلي تر سره کوونکي مو نیولي دي.

 پېښه داسې شوې ده، چې د دغې نجلۍ یو ګاونډی د خاله زوی سره یو ځای ماشومه تښتولې او په یو کرایي دوکان کې یې ساتلې وه.

د شپې پر ۱۲ بجې دغه ماشومه له خپلې مور سره د ټیلیفون له لارې غږولې او وروسته یې شهیده کړې، چې مړی یې د باراني اوبو په یوه لښتي کې اچولی و. ''

د افغانستان لويې څارنوالۍ ويلي، پر پېښه يې ټکان خوړلی او اوس مسوولین د پېښې په تړاو د نښو، نښانو په راټولولو بوخت دي. د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي په وینا د پېښې له تر سره کوونکو سره به جدي چلند وشي.

دغه دردونکې پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې د کورنیو چارو وزارت لخوا څو میاشتې مخکې په کابل کې د انسان تښتونکو او زورواکو څو نوملړونه خپاره شول او دچارواکو په وینا یو شمېر یې وزارت ته تسلیم شوي هم دي.

 


Create Account



Log In Your Account