کونړ کې چاودنې  ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

کونړ کې چاودنې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

March 14, 2019

تلوسه : میرویس رحماني/ننګرهار

په ختیځ ولایت کونړ کې نن غرمه مهال د یو ماین چاودنې له امله یو تنه وژل شوی ۱۲ نور ټپیان دي.

 د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم تلوسې راډیو ته نن سهار شاو خوا لس بجې د څوکۍ ولسوالۍ بازار په یوه هټۍ کې چاودنه رامنځته شوې، چې له امله یوتن ووژل شو او دولس تنه ټپيان شوي.

مصمم وویل تر اوسه د چاودنې نوعیت معلوم نه دی د تحقیقاتي ټیمونو له لوري پلټنې روانې دي.

نوموړي وویل چې ټپیان ټول ملکي وګړي دي چې د څو تنو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ ده چې د ښې درملنې په موخه مرکز اسعداباد ته لیږدول شوي .


Create Account



Log In Your Account