افغانستان څومره د تېلو زېرمې لري؟

افغانستان څومره د تېلو زېرمې لري؟

March 17, 2019

انجنير فريداحمد باوري

نفت له اوستايي کلمې (نپتا) څخه اخيستل شوې او وروسته د عربو له خوا په نفت اړول شوې ده، په فرانسوي ژبه کې هم ورته (Naphte) ويل کېږي په انګليسي ژبه کې ورتهroleum Pet اصطلاح کارول کېږي چې Petro د ډبرې او oleum د تېلو په ماناده.تېل هغه مايع ده، چې په ترکيب کې يې دوه عنصره کاربن او هايدروجن ستره ونډه لري او په يو کم مقدار په کې درانه عناصر لکه: نايتروجن او سلفر او ځيني نور عناصر هم وجود لري.

پخوانيو متمدنو قومونو اشوريانو او بابليانو له ميلاد څخه پنځه سوه کاله وړاندې له تېلو څخه ګټه پورته کوله او هغه به يې د غير قابل نفوذ مادې په حيث کارول او په ډېرو تاريخې آثارو کې يې تر سترګو شوي.د منځنيو پېړيو په پيل کې مسلمانو پوهانو له سپينو نفتو څخه د څراغونو په بلولو کې ګټه پورته کوله چې په وسيله به يې د بغداد ښار واټونه پرې روښانه کول.

د تېلو لومړى ميدان په نهمه ميلادي پېړۍ کې په (باکو) ښار کې پيدا او کشف شو او د دې ترڅنګ د نفتو لومړۍ څا په ۱۷۴۵ ميلادي کال کې د فرانسويانو له خوا وکيندل شوه او په مجهزو وسايلو باندې يې تېل د مځکې سرته راپورته کړل.په ۱۹ مه پېړۍ کې د نفتو د را ايستلو تخنيک په خورا بېساري ډول پر مخ ولاړ او په ډېرو هېوادونو کې د تېلو د را اېستلو څاګانې وکيندل شوې.

د نفتو د پيدايښت او سرچينې په اړه ويل کېږي چې ميليونونه کاله مخكې ژوندي موجودات د اکسېجن په نشت کې تر خاورو لاندې پاتې شوي او په تېلو بدل شوي.د پتروشيمي پوهانو په آند افغانستان او منځنى ختيځ د نړۍ يوه لويه برخه د تېلو زېرمې لري، د افغانستان هر سيمه د يوې کېمياوي مادې درلودونکې ده او هېڅ داسې ساحه نه شته چې کېمياوي مادې ونه لري.

افغانستان د تېلو په اړه په بېلابېلو وختونو کې ارقام ورکول شوي.يو وخت داسې فکر کېده ، چې په افغانستان کې ۸،۱ ميليارده بوشکې خام نفت ،۳۰۰۰ ميليارده مکعب متره طبيعي ګاز او ۵۶۲ ميليونه بوشکې مايع ګاز شتون لري، خو په وروستيو کې دغه ارقام بدل شوي ، د امريکا د ناسا څېړنيزه اداره وايي ، چې په افغانستان کې سل داسې سيمې او ساحې شته چې لوړ نفتي او اقتصادي ارزښت لري.

تر اوسه د افغانستان پر پنځو نفتي حوزو باندې څېړنې او پلټنې شوي ،خو ډېرې سيمې لا اوس هم بې څېړنې پاتې دي.

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره په ۱۹۵۶ م کال کې د تېلو اکتشاف او پلټنه پيل شوه، چې په پايله کې يې د ۱۹۵۹مـيلادي کال په وروستيو کې د سرپل د انګوت سيمې تېل پيدا او کشف شول او د را اېستلو لپاره يې عملې لارې چارې په لاره واچول شوې، تر ۱۹۶۶ ميلادي کاله په افغانستان کې د تېلو ۵۰ څاګانې وکيندل شوې، چې په يو ډېر کم ظرفيت يې د تېلو توليد پيل کړ، د نفت پوهانو په آند افغانستان په ورځني ډول د ۳۰۰ زره بوشکو نفتو د توليد ظرفيت لري، چې په کلني ډول ترې لس ميليارده ډالره په لاس راتلای شي، د افغانستان په شمال کې د آمو دريا نفتي حوزه په خورا لويه پېمانه تېل لري ،چې د نړۍ د ۱۵۲ لويو نفتي حوزو په کتار کې پنځلسم مقام لري ، د دې حوزې په اړه ويل کېږي چې په دې نفتي حوزه کې ۱۵ تريليونه مکعب متر خام تېل زېرمه دي او که دا مقدار په بوشکو واړول شي ۶۰ تريليونه بوشکې خام تېل ترې جوړيږي ، چې د تېلو لرونکو هېوادونو په کتار کې نهم ځاى نيسي.په ۲۰۰۶ ميلادي کال کې د امريکا د فوسيلي منابعو د ادارې په خبره افغانستان ۵۹۶ ،۱ميليارده بوشکې تېل۴۴۴ ميليارده مکعب متره طبيعي ګاز او ۵۶۲ ميليون بوشکې مايع ګاز شتون لري، خو د دې ادارې له خوا په ۲۰۰۹ ميلادي کال کې اعلام وشو ،چې په افغانستان کې له ۶۰۰۰ تر ۷۰۰۰ ميليارده مکعب متره پورې تېل شته ، د افغانستان د كانونو او پټروليم وزارت وايي: د شبرغان او حيرتانو تر منځ کابو ۸،۱ ميليارده مکعب متره تېل پراته دي.د افغانستان د اقتصادي او پرمختيايي پروژو لپاره اوس شپږ يا اووه ميلياردو ډالرو ته اړتيا ده چې که افغانستان د خپلو تېلو په را اېستلو کار وکړي له دې به ډېرې پيسې په لاس راوړي.هېره دې نه وي، چې په افغانستان کې تر اوسه لا ډېرې سيمې بې پلټنو پاتې دي، چې که په اړه يې معلومات تر لاسه شي ښايي خورا لوړه اندازه پيسې ترې په لاس راوړل شي، افغانستان له دومره زياتو نفتو سره سره د نفتو توليدوونکى هېواد نه بلل کېږي.

د يادونې وړ ده، په دې مقاله کې چې د بوشکې اصطلاح کارول شوې ، موخه ترې هغه معياري او نړيوالې بوشکې دي چې حجم يې ۱۵۹ ليتره دى.


Create Account



Log In Your Account