د نوي کال نمانځل د طبيعت غوښتنه ده

د نوي کال نمانځل د طبيعت غوښتنه ده

March 20, 2019

لیکوال: اورنګ مختار

نوی کال له ځان سره د طبيعت نوې وږمې راوړي او غوښتنه يې هم د نويو پرمختګونو وي، څنګه چې د کال په نوي کېدو سره بزګر د خپلې کروندې لپاره د کښت نوي پلانونه جوړوي، بڼوال د نويو نيالګيو ايښودو په موخه نوې تابيا نيسي، ښوونکي د نوي کال نوي تدريسي پلانونه ، اداري مامورين نوي کاري پلانونه او چارواکي نوي پرمختيايي پلانونه جوړوي، زده کوونکي په نويو ټولګيو کې د نوي درس لپاره کېني…

 موږ هم بايد د کال او طبيعت له نوښت څخه انکار ونه کړو او دا ومنو چې د نوي کال غوښتنه نوښت، کار او پرمختګ دی.

د نوي کال په هرکلي سربېره پر دې چې د زړه او طبيعت غوښتنه ده، د جسم اوعقل غوښتنه هم ده چې انسان يې د نوښت او بدلون لپاره ترسره کوي، په ورځنيو چارو کې نوښت راوستل که څه هم سره بېل دي ،خو سره متضاد نه دي،ځکه دا دواړه د انسان د نېکمرغۍ سبب کېږي، اسلام هېڅکله هم د انسان د نېکمرغۍ او پرمختګ مخالفت نه کوي، بلکې کارنده او مبتکر انسان له ټمبل او ضعيف انسان غوره بولي.

 زموږ زيات شمېر هېوادوال يوازې په دې خاطر دغې ورځې ته هرکلى وايي، چې دا ورځ په طبعي او تقويمي لحاظ له ځانه سره نوي پيغامونه او نوې غوښتنې لري او انسان د هرې ورځې په تېريدو په نويو پرمختګونو برى مومي چې د ده د هلو ځلو، پرمختګ اونوښت پايله ده، څنګه چې د اوسنۍ دورې انسان له هغو انسانانو سره توپير لري چې۴۰۰۰ کاله وړاندې په غارونو کې په تورو تيارو کې اوسېدل همداسې د نن ورځې غوښتنه ده ،چې د سبا ورځې لپاره يو څه وکړو، پرون که زما ماشوم ښوونځي ته په تللو ګنهګار بلل کېدو، نن زما لويان د دې لپاره ګنهګار بلل کېږي چې ولې

د نوروز نوم اخلي.

طبيعت د الهي قدرت له مخې سبا خپل ځان په يو شين او زرغون شال کې راونغاړي او په خپله سينه به د مرسل، غاټول، نرګس او ګلاب ګلونه وټومبي، د مځکې پر سر هره ولاړه ونه به د ناوې په څېر ځان سينګار کړي او په سپينو او ګلابي ګلانو به ښکلې شي، طوطيان به هم راوالوځي او د سپينو او ګلابي ګلانو په منځ کې به د دې ورځې نمانځنه په مستو نغمو پيل کړي، چې د پسرلي نسيم به يې د حال په ژبه په خوا کې شپېلۍ غږوي، ابشارونه به خپلې پسرلينې سندرې ووايي او د هر غره په لمنې کې به زيړ، سره او سپين ګلونه را وټوکېږي،ريحان او سنبل به يوبل ته خاندي او د خوشحالۍ په فضا کې به د نوي پسرلي نمانځنه کوي. د دې نړۍ هر نعمت د انسان لپاره پيدا شوی او انسان ته الله پاک په خپل قرآن کې اشرف المخلوق خطاب کړی دی ‎، همدا انسان دی چې د مځکې حاکم او خليفه يې ګرځولى محکومول يې د تنګ نظرو انسانانو شخصي نظر دى.

په پای کې دې پايلې ته رسېږو چې د نوي کال نمانځل د طبيعت غوښتنه ده چې د نړۍ له پيدايښت څخه پيل او د قيامت تر ورځې پورې به دوام وموي ‎. که موږ نوی کال ونمانځو يا يې ونه نمانځو د نوي کال نمانځنه طبيعت هم کوي، دا چې انسانان د کال په نمانځلو او نه نمانځلو د يوبل د نظر مخالفت کوي، طبيعت هېڅکله هم خپل کار نه پرېږدي او د هرکال په راتللو سره په  ځان کې تغيير راولي.

 

 


Create Account



Log In Your Account