اصغر افغان د لوبډلمشرۍ لېرې کړی شو

اصغر افغان د لوبډلمشرۍ لېرې کړی شو

April 6, 2019

افغان کرکټ بورډ د کرکټ دریو فارمټونو لپاره درې نوی افغان لوبډلمشران اعلان کړل او همداراز یې د (۲۰۱۹) کال نړیوال جام سیالیو وړاندې د سویلې افریقا تمریناتي کمپ لپاره( ۲۳) کسیزه لوبډله هم اعلان کړه.

 پرون د افغانستان ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان د غوراوي کمېټې له لورې د لوبډلمشرۍ لېرې کړی شو او پر ځای یې د یو ورځنیو سیالیو لپاره ګلبدین نایب د شل اوریزو سیالیو لپاره راشد خان او د ټېسټ کرېکټ لپاره رحمت شاه زرمتی تازه لوبډلمشران وټاکل شو.

اصغر افغان د افغانستان ملي لوبډلې لپاره نږدې څلور کاله د کرکټ په درې واړو فارمټونو کې لوبډلمشري ترسره کړه اصغر یواځینی افغان لوبډلمشر و چې افغان لوبډلې د ده په لوبډلمشرۍ کې په نړیوال جامونو کې د لوبېدلو سربېر افغانستان بشپړ غړیتوب هم ترلاسه کړ او ډیری فولممبر لوبډلو ته یې ماتې هم ورکړې.

په دې خبري کنفرانس کې د راتلونکي (۲۰۱۹) کال نړیوال جام وړاندې د سویلی افریقا تمریناتي کمپ لپاره درویشت کسیزه افغان لوبډله هم د نوي لوبډلمشر سره وټاکل شوه په دې لوبډله کې شامل لوبغاړي:

د ګلبدین نایب په لوبډلمشرۍ ، محمد شهزاد محمدي، نورعلي ځدراڼ، حضرت الله ځاځی، عثمان غني، اصغر افغان، حشمت الله شهیدي، رحمت شاه ، محمد نبي، راشد خان، نجیب الله ځدراڼ، دروېش رسولي، مجیب الرحمان، شفیق الله شفق، آفتاب عالم، شاپور ځدران، دولت ځدراڼ، حمید حسن، کریم جنت، قیس احمد، شرف الدین اشرف، سیید شېرزاد او سمیع الله شینواری ټاکل شوي دي.

دغوراوي کمېټې د اصغر افغان تېره لوبډلمشري وستایله او اوسني لوبغاړي د هر فارمټ لپاره غوره وبلل د بورډ پر وینا افغان لوبډله به د نړیوال جام وړاندې د سویلي افریقا په تمریناتي کمپ کې شپږ تمریناتي سیالۍ ولري او له هغې وروسته به غوراوي کمېټه د پرېکړې له مخې غوره لوبغاړي نړیوال جام ته وټاکي.

 


Create Account



Log In Your Account