زرمت کې د فوټبال سیالۍ ترسره شوې

زرمت کې د فوټبال سیالۍ ترسره شوې

April 13, 2019

 د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د فوټبال سیالۍ ترسره شوې.

 د دغو سیالیو پای لوبه چې د دوو پیاوړو لوبډلو کوتي خيل او حکیم خانوالو تر منځ ترسره شوه، د کوتي خیلو لوبډلې په ګټه تمامه شوه.

 د پای لوبې په مراسمو کې د زرمت ولسوالۍ ولسوال محمد حکیم وزیري او نور دولتي مسؤلینو ګډون او وینا وکړه او ځوانان یې سپورتي او نورو رغنده فعالیتونو ته وهڅول او له د هر ډول همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

 په پای کې د دغو سیالیو غوره لوبډلو، غوره لوبغاړو او لوبڅارانو ته د ولسوال لخوا د فوټبال لباسونه او ډالۍ ورکړل شوې.


Create Account



Log In Your Account