ننګرهار کې د کوکنار کښت کم شوی

ننګرهار کې د کوکنار کښت کم شوی

April 14, 2019

تلوسه : میرویس رحماني/ننګرهار

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د کوکنارو د کښت اندازه د تیرو کلونو په پرتله پنځوس سلنه راټیټه شوې.

ننګرهار والي شاه محمود میاخېل تلوسې راډیو ته وویل چې د دې ولایت په یولسو ولسوالیو کې د کوکنارو اړولو کمپاین پیل کړی، چې په وینا یې تردې مهاله یې په سلګونه هکټاره ځمکه د کوکنارو له کښت نه پاکه کړې.

میاخیل وایي، تېر کال ننګرهار کې پر اتلس زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوی وو خو سږنی کال په کې پنځوس سلنه کموالی راغلی دی، چې لامل یې په لرو پرتو سیمو کې د حکومت د حاکمیت ساحې پراخوالی دی .

 چارواکي وایي، هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې په خپلو ځمکو کوکنار وکړي او له کرونده ګرو غوښتنه کوي څو د کوکنار پر ځای نور حلال فصلونه په خپلو ځمکو کې وکري.

داپه داسې حال کې ده چې، سږکال کرونګرو سره د کوکنارو د نه کر په بدیل کې د ګڼو پروژو ژمنې شوي خو لا نه دي عملي شوي.


Create Account



Log In Your Account