پکتیاوال: ولایتي اداره د برېښنا په وېش کې پاتې راغلې

پکتیاوال: ولایتي اداره د برېښنا په وېش کې پاتې راغلې

April 14, 2019

زیارت ګل تاثیر ـــ پکتیا

ولسمشر پکتیا ته د سفر پرمهال، د دې ولایت له اوسېدونکو سره ژمنه وکړه، چې له تاجکستان هیواد څخه د وارداتي برېښنا د وېش چارې به پېل شي او په دریو میاشتو کې پنځلس زره کورونو ته ورسیږي.

خو تر دمه پورې دیادې برښنا د وېش چارې په ټپه ولاړې دي .

نن ورځ د دې ولایت قومي مخورو، د ولایتي شورا غړو او فعالانو د ېوې خبري غونډې په ترڅ کې د یادې برېښنا د وېش غوښتنه وکړه.

دوی وايي، یاده برېښنا، چې اوس باید پنځلس زره کورونو ته رسېدلې وای، تر دمه چارې په ټپه ولاړې دي او هیڅ کوم پرمختګ نه پکې تر سترګو کېږي.

د خبري ناستې د ګډونوالو په خبره، د خوست ولایت د برېښنا د ویش چارې له پکتیا څخه وروسته پېل شوې، خو اوس مهال يې چارې پرمخ تللې او د ویش لړۍ په چټکۍ سره روانه ده، خو د پکتیا برېښنا چې ولسمشر نږدې اته میاشتې وړاندې په سبسټيشن کې پرانیستله، ترمه پورې لاهم هغلته پاتې ده او د وېش چارې یې مخته ندي تللي.

د دې غونډې د ګډونوالو په خبره، پدې مور د يې څو ځله د ولایتي مسوولینو سره ناستې کړې، خو تراوسه پورې یې دې ستونزې ته هیڅ پاملرنه نده کړې او ځيني کړۍ په لوی لاس غواړي، چې د برېښنا وېش له ځنډ سره مخامخ کړي.

د دې غونډې ګډونوالو په زغرده وویل، چې ولایتي اداره نه غواړي، څو د یادې برېښنا د وېش چارې پر مخ ولاړې شي.

د دې غونډې ګډنوالو وویل، د برېښنا نشتون په پکتیا کې ډېری صنعتي او نورې چارې له خنډ سره مخامخ کړې او د دوی په اقتصاد يې منفي اغېزه کړی.

دوی وايي، که د دوی غږ وانه اوریدل شي او د برښنا وېش چارې ژر پېل نشي، په مدني حرکتونو به لاس پورې کړي او د خپل حق غوښتنه به وکړي .

خو د برېښنا ریاست رییس محمداصف نیازی وایي، سړې هوا او ځینې تخنیکي ستونزو يې د ویش چارې له ځنډ سره مخامخ کړې او د راتلونکي ېوې اونۍ په ترڅ کې به يې چارې شروع او ګړندۍ شي .

یوازې د برېښنا وېش ندی، چې چارې يې له ځنډ سره مخامخ دي، بلکې په پکتیا کې ډېری لویو پروژو چارې له پرانیستې وروسته پرمخ ندي تللې.


Create Account



Log In Your Account