سنګین کې د افغان ځواکونو عملیات روان دي

سنګین کې د افغان ځواکونو عملیات روان دي

April 15, 2019

تلوسه/هلمند

د هلمند ولایت  په سنګین کې د تېرې شنبې ورځې راهیسې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا عملیات پیل شوي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، سنګین کې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا شنبې ورځې راهیسې عملیات پیل شوي دي، چي په یادو عملیاتو کي امنیتي ځواکونو  ۷ کیلومتره سیمه له ماینونو  پاکه کړې او لا هم عملیات دوام لري.

ځواک زیاته وي، په نیول شوو سیمو کې د افغان ځواکونو قطعات ځای پر ځای شوي دي.

د والي ویاند وايي، د شکر شلې، انارباغ او ولسوالی ته نږدو سیمو کي افغان ځواکونه مخته تللي.

دی وايي:عملیات به تر هغه ادامه ولري، څو د وسله والو طالبانو تحرکات یې نه وي شنډ کړي.

ځواک په خبره، امنیتي ځواکونه پوره هڅه کوي، نیول سوي سیمې خوندي وساتي او دا مهال د ځواکونو پوستې په سیمو کې ځای پر ځای کېږي.


Create Account



Log In Your Account