لغمان کې ۱۷ ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته

لغمان کې ۱۷ ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته

April 15, 2019

تلوسه : میرویس رحماني/لغمان

په ختیځ ولایت لغمان کې نن مازیګر ناوخته د هاوان د یوې مرمۍ د چاودنې له امله ۷ ماشومان وژل شوي ۱۰ نور ټپیان دي .

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزی تلوسې راډیو ته وویل پرون مازیګر ناوخته د مهترلام اړوند بصرام سیمه کې ماشومانو لوبه کوله چې د هاوان یوې مرمۍ چاودنه پرې کړې چې پرمهال یې ۷ ماشومان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

دولتزي وویل ټپیان په وخت روغتون ته انتقال شوي او روغتیایې حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی.

 دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په لغمان کې د ولسې جرګې د تیرو ټاکنو نوماند  او مدني فعال شیرزاد صافي نا څرګند وسلوالو په خپل باغ کې وژلی و.

د هیواد په ختیځو ولایتونو کې لاهم په ځینو ځایونو کې ناچاودې مرمۍ او ماینونه شتون لري چې وخت ناوخته په کې ملکي ماشومان قرباني کېږي.


Create Account



Log In Your Account