هزاره ګانو د پاکستان حکومت پر ضد لاریون وکړ

هزاره ګانو د پاکستان حکومت پر ضد لاریون وکړ

April 15, 2019

د کوټې هزاره ګان وايي، چې په  دې وروستيو کې د ناامنۍ له  ګواښ سره مخامخ  شوي، خو د دوی د امنيت ساتلو په  موخه  له  ډاډ  پر ته  کوم عملي ګامونه  نه  دي اخيستل شوي.

د نورو برخو ترڅنګ  په  کوټه کې له لسيزو راهيسې مېشت  هزاره توکمه  شعيه  مسلمانان وايي، ناامنۍ او هدفي وژنو يې ژوند سخت  تريخ کړی او له  ناورين سره مخ  کړی دی.

د کوټې د هزاره مېشتې سيمې اوسېدونکي يو هزاره ځوان وايي، چې تر اوسه په هدفي وژنو کې دهزاره قبيلې په سلګونه وګړي د وسله والو له خوا وژل شوي دي. خو تراوسه  د پېښو نه  خو مخنيوی شوی او نه  هم  د قبيلې غړيو ته  د بشپړامنيت  ډاد ورکول شوی دی.

هزاره ډيمواکراتيک ګوند وايي، چې په کوټه کې په هدفي او فرقه يزه وژنو کې په رڼا ورځ بې ګنا ولسي وګړي د هدفي وژونکو له لاسه وژل کېږي، خو تراوسه  د يو وژل شوي قاتل هم نه  دی نيول شوی.

مرکزي او ايالتي حکومت بايد د فرقه يزو وژنو د مخنيوي په لړ کي دي جدي ګامونه واخلي.

 د يادونې وړ ده، د پاکستان له شاوخوا ۱۹۰ میلیون وګړيو څخه په سلو کې شاوخوا۸۰ یې سني مذهبي تشکيلوي، چې شيعه ګان پکې لږکي بلل کېږي . او شل سلنه نفوس لري.


Create Account



Log In Your Account