پکتیاوالو د اوربند غوښتنه وکړه

پکتیاوالو د اوربند غوښتنه وکړه

April 15, 2019

زیارت ګل تاثیر ــ پکتیا

د پکتیا  د ولایتي شورا غړي او فعالان د جګړې له ښکېلو غاړو د اوربند غوښتنه کوي.

په هیواد کې د هوا په ګرمېدو سره، د جګړې ښکېلو خوا خپل پسرلني عملیات اعلان، چې ورسره په بيلابېلو سیمو کې جګړې زور او شدت پیدا کړی.

په پکتیا کې نن ورځ یو ځل بیا د دې ولایت د ولایتي شورا غړي او فعالان راټول شوي وو او د جګړې له ښکېلو غاړو د اوربند غوښتنه کوله.

د غونډې ګډون کوونکو له هرڅه وړاندې د اوربند کول د سولې او ټیکاو لپاره مهم وبلل او د دواړو لوریو له لوري د الفتح او خالد په نوم د عملیات ودرېدل یې ضرور وبلل.

اوسېدونکي وايي، د دواړو لوریو ترمنځ دې ژر اوربند اعلان شي، څو پورې د سولې روانې خبرې ټکنۍ نشي.

دا لومړی ځل ندی، چې پدې ولایت کې فعالان د ېوې غونډې په تر څ د اوربند غوښتنه کوي، بلکې له دې وړاندې هم ورته غوښتنې شوې دي، خو ښکېلو غاړو يې په اړوند کو اقدام ندی ترسره کړی.

 


Create Account



Log In Your Account