یاسین خان: د روغتیایي چارو د معیاري کېدو په هڅه کې یو

یاسین خان: د روغتیایي چارو د معیاري کېدو په هڅه کې یو

April 15, 2019

هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان د یوې خبري ناستې پر مهال ژمنه وکړه، چې په پدې ولایت کې به ټولې روغتیایي چارې معیاري کړي.

په هلمند کي لا هم یو شمېر سیمو کې ولسي وګړي له روغتیایي اسانتیاوو بې برخې دي، خلک په سیمو کې د روغتیایي اسانیاوو د ډېرښت غوښتنه کوي.

دا ټولې هغه اندېښنې دي، چې ولسي وګړي له به په روغتیایي برخه کي زیانمن کړي.

خو ولایتي اداره په پلان کي لري، چي د هلمند ولایت په ټولو سیمو کې شته روغتیایي چوپړتیاوي معیاري کړي.

هلمند والي محمد یاسین خان د دې خبري ناستې پر مهال ژمنه وکړه، چې د هلمند تر ټولو ولسي وګړو به معیاري روغتیایي خدمات ورسوي، چې پدې برخه کې یې هڅې روانې دي او ژر به لویه لاسته راوړنه ولري.

هلمند والي دلته هغه هڅې په ډاګه کوي، چې په وروستیو کې د روغتیا په برخه کې شوي دي.

په ټوله کې د ولس غوښتنه دا ده، چې په سیمو کې روغتیایي خدمات معیاري شي، تر څو خلک وکولای شي، چې په خپلو سیمو کې د اړتیا پر مهال له روغتیایي اسانتیاوو استفاده وکړي.

 


Create Account



Log In Your Account