کندهار کې د بایسکل ځغلونې سیالي تر سره شوه

کندهار کې د بایسکل ځغلونې سیالي تر سره شوه

April 25, 2019

په کندهار ولایت کې له پنجوايي ولسوالي څخه تر ډنډ ولسوالي پورې د ۲۵ کېلو مټرو بایسکل ځغلونې سیالي تر سره شوه. د سولې په نوم دا سیالي د بایسکل ځغلوني فدراسیون، پیوند مدني ټولنې، خیبر او باور خصوصي لیسو په همکاريو جوړه شوې وه چې په‌کې له لومړي څخه تر درېیم مقام ګټونکیو ته د المپیک بایسکلیونه او له څلورم څخه تر لسم مقام پورې بېلابیلې جایزې په پام کې نیول شوي وې. د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر زیاتوي، د دې سیالۍ په مراسمو کې د پنجوايي او ډنډ ولسوالیو ولسوالانو په ګډون يو شمېر مسوولينو، د بدني روزنې رییس، د پیوند مدني ټولنې مسوولينو او نورو ورزشکارانو ګډون کړی وو. د پنجوايي ولسوال فضل محمد اسحاق وویل، که چېرې د ځوانانو د هڅونې لپاره دا ډول سیالۍ تر سره شي، تر ډېره بریده به د نشه‌يي توکیو له کارولو ډډه وکړي.

View 8

Create Account



Log In Your Account