پاکستان کې د انسان د بدن د غړو پلور زیات شوی

د پښتورګو د خرڅلاو ترڅنګ اوس د انسان د وجود د نورو اعضاوو خرڅلاو هم  په  پاکستان کې  زور نيولی دی.

دغه  هيواد په  نړۍ کې د پښته  ورګو د ناقانونه  تجارت  مهم  مرکز ګڼل کېږي. که  څه هم په نوره نړۍ کې دغه  تجارت  په  پټه کېږي، خو دلته خلک په  ښکاره دا کار کوي.

 یاد هيواد کې د بدن د اعضا پر ورکړه  کوم  بنديز  شتون نه  لري، خو  دا که  په  خپله  خوښه  او يا هم  د پيسو د راکړې ورکړې په  بدل کې نه  وي.

 د پښتورګو د ناقانونه  تجارت  اوس دې ته  لار هواره کړې، چې په  ځيني لويو ښارونو کې انسانان خپل د بدن اعضا وپلوري.

په  دې وروستيو کې رسنيو ځيني راپورونه  خپاره کړي، چې  د پنجاب ايالت  په  مرکز لاهور کې ځيني ډاکټران او روغتيايي کارکوونکي  د مسموم شويو انسانانو په  پښتورګو  يا بډوډو په  ايستلو بوخت  وو، چې بيا وروسته  د مدني ټولنې د فعالينو له  خوا د جدي اقداماتو اخيستلو غوښتنه  وشوه.

خو روغتيايي چارواکي وايي، چې دوی نه  شي کولای د دغه  غيرانساني کار او سوداګرۍ  مخه  ډب کړي.

د سند ايالت  د يورالوژۍ د پښتورګو د پيوند اداره  وايي، چې  هرکال په  پاکستان کې د شاوخوا پنځه  ويشت  زره کسانو پښته  ورګي فعاليت  له  لاسه  ورکوي.

په دې هيواد کې شتمن خلک د نړيوالې مافيا په  مرسته  دلته  له  انسانانو د پيسو په  بدل کې اعضا غوڅوي او بيا يې پلوري. ويل کېږي، چې دپښتورګو اخيستلو لپاره  له  خليج  هيوادونو، بريتانيا او افريقايي هيوادونو دلته  خلک راځي او دغه  اعضا اخلي.

د ۶ بچو مور له کونړ نه کابل ته د سولې په تمه راغلې

د شپږو بچو مور برښنا څادري پر سر د کونړ له لېرې پرتې ولسوالۍ ناړۍ کابل ته راغلې، څو د سولې په مشورتي لویه جرګه کې ګډون وکړي.

نوموړې وايي، یوازینۍ هېله یې دا ده چې په وطن کې سوله او امن راشي:

“له جګړې او وینې توئیدو ستړي یو، میندې کونډې شوې، ماشومان یتیمانان شول، نور بس دی موږ د سولې تږې یو، یوازینۍ هېله مې همدا ده چې سوله راشي.”

۴۰ کلنه برښنا زیاتوي، د جګړې له امله یې هره ورځ د سېمې ځوانان وژل کېږي:

“داسې ورځ به نه‌وي چې دوه درې شهیدان د کندز، کندهار نه کونړ ته را نه شي، ډېرې ښځې کونډې شولې، ډېر ماشومان یتیمانان شول، ټول خلک همدا دعا کوي چې وطن کې امن راشي، نوره وېنه توئیه نه‌شي، نورې خویندې کونډې نه‌شي”

برښنا ته له بچو او کورنۍ لېرې‌توب او کابل ته راتګ به ستونزمن وي، خو دا وايي، د سولې په لار کې هرې قربانۍ ته تیاره ده:

“د سولې لپاره هرې قربانۍ ته تیاره یم، د کور او د بچو د لېرې والي درد ځکه راته ستونزمن نه‌دی چې د سولې لپاره راغلې یم.”

د سولې په‌دغه مشورتي لویه جرګه کې به د ۳۰ به شاوخوا ۲۵۰۰ کسان ګډون وکړي چې ۳۰ سلنه په‌کې د ښځو ونډه ښودل شوې ده.

دغې جرګې ته د افغانستان د ولایتونو پر استازو سربېره، له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو استازي هم را بلل شوي دي.

ټاکل شوې ده چې مشورتي لویه جرګه د دوشنبې په ورځ د ثور په نهمه د کابل ښار د لویې جرګې په تالار کې جوړه شي او دغې جرګې ته کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

غني: د سولې په اړه ټول شموله مشوره یو اساسي ضرورت دی

ولسمشر محمد اشرف غني د سولې مشورتي لویې جرګې ته په اشاره وايي، اړتیا ده چې د سولې په اړه د افغانستان د ګوټ ګوټ نه د خلکو نظرونه واورېدل شي.

نوموړی وايي، افغانستان د جرګو او مشورو وطن دی او په دې برخه کې ټول شموله مشوره یو اساسي اړتیا وبلل.

ښاغلي غني د یکشنبې په ورځ په کابل کې د مجاهدینو د بري ورځې په مناسبت مراسمو کې زیاته کړه چې د سولې په اړه به سبا په مشورتي لویه جرګه کې په تفصیل سره وغېږيږي.

هغه وویل:”د دې اړتیا ده چې د افغانستان د ګوټ ګوټ نه واورو چې د جګړې بیه څه ده او د سولې هیله په څه ډول مدیریت کېږي، موږ د جرګو وطن یو، د مشورو وطن یو، یو ښکاره اړتیا ده، سوله په یوه ورځ نشي راتلی.”

نوموړي زیاته کړه چې د سولې په اړه نیت او اراده رامنځته شوې، چې په یوې روښانې تګلارې سره به یادې نتیجې ته ورسېږو.

په داسې حال کې چې یو شمېر افغان سیاسینو د سولې له مشورتي لویې جرګې سره بایکاټ کړی، خو ولسمشر غني په دې اړه په تفاهم سره پر غږېدو ټینګار وکړ.

د عبدالله عبدالله، حنیف اتمر او رحمت الله نبیل په ګډون د ولسمشریزو ټاکنو ۱۱ کاندیدانو ویلي چې په دغه جرګه کې ګډون نه کوي.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی چې مخکې د سولې په اړه له مشورتي لویې جرګې څخه ملاتړ کړی و، تېره ورځ وویل، چې دغه جرګه باید وځنډول شي.

طالبانو هم د سولې په اړه مشورتي لویې جرګې سره مخالفت څرګند کړی دی.

پر همدې مهال د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم وویل، چې د افغانانو یوازینۍ غوښتنه تلپاتې او عزتمنه سوله ده.

عبدالله زیاته کړه:”خلک سوله غواړي، چې زموږ خپلو افغانانو د خبرو په نتیجه کې، یعنې چې د افغانستان دولت او مقابل طرف«طالبانو» ترمنځ د خپل هېواد د راتلونکې برخلیک په اړه خبرې وشي او نتیجه ورکړي.”

ټاکل شوې سبا دوشنبه په کابل کې د افغان سولې په اړه مشورتي لویه جرګه چې شا اوخوا ۳زره تنه به پکې ګډون وکړي تر سره شي.

په دغه څلور ورځنۍ جرګه کې به پر دې بحث وشي چې له طالبانو سره څنګه او پر کومو شرایطو سوله کېدای شي.

هلمند کې د واکسین نړیواله ورځ ولمانځل شوه

 د هلمند د عامې روغتیا ریاست له لوري د یو لړ شانداره مراسیمو په ترڅ کې د واکسین نړیواله ورځ ولمانځل شوه.

پدې غونډه کې د هلمند د عامې روغتیا ریئس ډاکټر عبدالاحد حازم د واکسین پر ارزښت او ځینو نورو مهمو مسایلو خبري وکړې.

نوموړي پر ولس غږ وکړ، چې د واکسین په چارو کې له عامي روغتیا ریاست سره بشپړه همکاري وکړي.

پدې غونډه کې یو شمېر نورو ګډونوالو هم خبري وکړې او دا یې اړینه وبلل، چې په سېمو کې باید ټولو تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته واکسین ورکول شي.

دغه مسئوولین ټینګار کوي، هغه ماشومان چې واکسین ور نه کول شي، روغتیا به یې په جدي دول په خطر کې وي.

هلمند کې پر داسې مهال د واکسین نړیواله ورځ لمانځل کېږي، چې پدې وروستیو کې د دې ولایت په دوو ولسوالیو کې د پولیو دوې مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

ننګرهار کې ۴ قومي مشرانو ته مرګ ژوبله واوښته

د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د سرک غاړې ماین چاودنې له امله یو قومي مخورو وژل شوي درې نور ټپیان دي.

د والي ویاند عطاالله خوږياڼي وايي د ننګرهار ولايت هسکې مېنې ولسوالۍ مربوطاتو کې نن سهار وخته د وسله والو مخالفينو له لوري د سړک غاړې ځای پر ځای شوي ماين د مخورو پر موټر چاودنه کړې، چې له امله يې يو تن وژل شوی او درې نور ټپيان شوي دي.

هغه وایي د پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي، چې د يو تن روغتيايي حالت نازک دی.

تراوسه د یادې چاودنې مسولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

 

داودزی: مشورتي لویه جرګه به بین الافغاني مذاکراتو ته زمینه برابره کړي

د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس عمر داودزی وايي، د سولې مشورتي لویه جرګه به ترسره کېږي او د افغانستان له ګوټ ګوټ به خلک پکې برخه اخلي.

د ده په خبره دغه جرګه به د بین الافغاني مذاکراتو او له طالبانو سره د مخامخ خبرو زمینه او لار برابره کړي.

د ده په خبره د افغانستان جګړه یوازې او یوازې د افغانانو ترمنځ د خبرو له لارې د حل وړ ده او طالبانو ته هم په کار ده چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي.

داودزی دا هم وویل، چې مشورتي لویه جرګه به د افغانستان د خلکو نظر له ځان سره ولري او دوی به د سولې لپاره سرې کرښې هم مشخصوي.

ټاکل شوې چې مشورتي لویه جرګه سبا په کابل کې جوړه شي. داودزی وايي چې په دې جرګه کې به د ۳ زرو په شاوخوا کې خلک برخه واخلي.

دفاع وزارت د لويې جرګې د امنیت لپاره ځانګړی پلان لري

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د سولې مشورتي لويې جرګې د امنیت لپاره ځانګړي پلانونه جوړ شوي دي.

په پام کې ده شا و خوا ٣٠٠٠ کسان په ‌دې مشورتي جرګه کې چې سبا پيلېږي او څلور ورځې دوام کوي، له وسله‌ والو طالبانو سره د سولې پر څرنګوالي خبرې وکړي.

د امنيتي تدابيرو په اړه د دفاع وزارت وياند قيس منګل پرون رسنیو ته وويل:

“دفاعي او امنيتي ځواکونو ګډ امنيتي پلان جوړ کړى، چې دا جرګه له کومې امنيتي ستونزې پرته سر ته ورسېږي. په امنيتي پلان کې ټولو دفاعي او امنيتي ځواکونو ته د مسووليت ساحې سپارل شوي، چې هرڅوک به د خپل مسووليت د ساحې بشپړه ساتنه کوي.”

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم ويلي، امنيتي او دفاعي ځواکونو په همغږۍ سره، د خلکو او جرګې د امنیت لپاره تدابیر جدي کړي دي.

افغان حکومت د دې لپاره چې دغه جرګه په ښه توګه ترسره شي، په کابل کې یې یوه اوونۍ عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

پلمخري ښار کې نن هم لاریون روان دی

د راپورونو له مخې ولسي جرګې ته د یوه ناکام نوماند پلویان نن هم د پلمخري ښار په دو سرکه سیمه کې لاریون کړی دی او د کابل شمال لاره یې د تګ راتګ پر مخ تړلې ده.

د بغلان د والي ویاند محمود حقمل وايي، ټاکل شوې چې له کابل یو پلاوی راشي او له لاریونکوونکو سره وګوري. دده په خبره له دغه کسانو سره به تر خبرو وروسته لاره پرانیستل شي او لاریون به پای ته ورسېږي.

بل پلو راپورونه وايي، دغه ناکام نوماند محبوب الله غفاري نومېږي چې دمګړی د درغلۍ په تور په کابل کې بندي دی. لاریون کوونکي وایي چې ژر تر ژره دې غفاري له بند خوشی او ددوی غوښتنې دې ومنل شي.

دا خوراکونه مو سترګې ښکلي کوي

سترګې د ښایست یو لوی اصل دی؛ شاعران چې تر ټولو زیات حسن خوښونکي او پېژندونکي ګڼل کیږي، تر هر څه زیات یې د انسان د وجود غړو کې سترګو ته زیات ارزښت ورکړی.
ستا د تورو، تورو بلا سترګو بلا واخلمه
ستا په تماشه کې را نه هېر وي، چې دا واخلمه
سائلدلته به هغه عام خوراکونه درمعرفي کړو، چې د سترګو په ښکلي کولو کې مرسته درسره کوي.
که مو دا خوراکونه زیات وکړل او سترګې یې درښکلې کړي، نو ممکن ستاسې سترګو ته هم څوک شاعري وکړي:

پالک

پالک له اوسپنه لرونکو موادو ډک سبزیجات دي، چې د نورو ښیګڼو ترڅنګ سترګو ته زیاته ګټه لري.

پالک د وجود پوستکي او نورو ډېرو شیانو ته هم ګټه لري، البته که کوم خاص تکلیف، چې پالک ورته تاوان لري، ولرئ نو بیا ښه ده چې زیات یې ونه خورئ.

ممپليممپلي هم د سترګو د ښایست لپاره له ګټو ډک دي. دا ارزانه هم دي، پریمانه هم دي او که هرچېرته ځئ اخیستی او خوړلی یې شئ.
البته که پوستکي یې هرځای ونه غورځوئ، دا به مو ډېرښه کار کړی وي.

طبیعي شات

شات خورا ډېرې نورې ګټې هم لري، خو سترګو ته یې ګټه هم د یادولو وړ ده.
خو ښه به دا وي، چې طبیعي او خالص شات وخورئ. دا شات سترګې روښانوي او ښکلا یې پیاوړې کوي.

زنجبیلد زنجبیل ډېرې نورې ګټې هم شته.
دا یوناني ډوله مواد هم په وزن کمولو، هم د ځان درد په ختمولو او هم د هاضمې سیستم په پياوړتیا کې ونډه لري.

که یې له چایو سره وخورئ، یا یې تازه بڼه (ادرک) په کتغ کې وکاروئ، ډېره به درته ګټوره وي.

یو لوی خاصیت یې دا دی، چې د وینې جریان پياوړی کوي.
له دې سره سترګو ته هم زیاته ګټه رسوي.

د غوا غوښه

د غوا غوښه هم زیات پروتین لري او هم نورې ښیګڼې، که د غوښې شوقيان یئ او د غوا غوښه درته خطرناکه نه وي، نو د سترګو د ښایست لپاره یې هم زیاته وخورئ.

ماهیان

ماهیان له مختلفو ګټورو موادو ډک خواړه دي. ګټې یې زیاتې او زیانونه یې کم دي.

که غواړئ چې د نورو ګټو ترڅنګ پرې خپلې سترګې هم ښکلي کړئ، نو په خوراک کې یې اضافه والی راولئ.

چرګ او د چرګې هګۍ

چرګ او د چرګ هګۍ د غوا له غوښې هم بهتره خواړه دي. د چرګ د غوښې زیانونه کم او ګټې زیاتې دي، چې یوه هم له هغو څخه د سترګو ښایسته ته ګټه رسول دي.

زیتون

زیتون زیاتې ګټې نورې هم لري، چې د هغو ترڅنګ یوه د پام وړ ګټه د سترګو روښانه ساتل او ښکلي کول دي.

د زیتون له دانو او غوړیو د کوم زیان وېره مه لرئ، ډاډه یې خورئ او ډېر یې خورئ.

پياز

تاسې به فکر کوئ، چې دا خو له سترګو اوښکې بهوي، نو ګټه یې ورته څه شوه؟
خو داسې نه ده، د اوښکو تاوان یې پرخپل ځای، ځینې خو لا هغه اوښکې هم سترګو ته ګټورې ګڼي او د پاکیدو وسیله یې یادوي، خو پياز په ټوله کې سترګو ته ګټه رسوي، خوړل یې په کار دي.

خام سبزیجات او مېوه

د خامو سبزیجاتو او مېوې کارولو ته یوازې د سترګو لپاره نه؛ چې د ډېرو نورو ګټو لپاره هم لومړیتوب ورکړئ.
سترګو ته هم ګټه لري او په ښکلي کولو کې یې مهم نقش لري.