امول کمپني په نړيوال جام کې د افغان لوبډلې مالي ملاتړ کوي

امول کمپني په نړيوال جام کې د افغان لوبډلې مالي ملاتړ کوي

May 7, 2019

د انند د شيدو اتحادیې Anand Milk Union Limited (AMUL) په نوم د لبنیاتو یو سترې هندي کمپنۍ د راتلونکي ۲۰۱۹م کال نړیوال جام سیالیو لپاره د افغان لوبډلې رسمي مالي ملاتړ کوونکي حقوق ترلاسه کړل.

دغه قرارداد د هندوستان په پلازمېنه نوي ډهلي کې نن د افغانستان د کرکټ بورډ سرپرست اجراییه رییس ښاغلي اسدالله خان او د همدې کمپنۍ د عامل مشر ډاکټر ار اس سودهي ترمنځ لاسلیک شو.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییه رییس اسدالله خان د دواړو لوریو ترمنځ د یاد هوکړه لیک پر لاسلیک کېدو خوښي څرګنده کړه او په وینا یې: ((نن د افغانستان کرکټ لپاره د خوښۍ ستره شېبه ده او په دې ډېر خوشاله یو چې په راتلونکي نړیوال جام کې به زموږ مالي ملاتړ کوونکی د امول کمپني وي. دا لومړی ځل دی چې موږ په نړیوال جام کې د بشپړ غړیتوب لرونکي هېواد په توګه په پوره چمتووالي سره په لوبو کې ګډون کوو. زموږ لوبډله له لوړ مورال برخمنه ده او هیله کوو چې د پام وړ لاسته راوړنې به لرو.))

دغه راز د یادې هندي کمپنۍ استازي ډاکټر ار اس سودهي Dr. RS Sodhi هم د اسدالله خان څرګندونو ته په اشارې سره وویل: ((موږ هم ډېر خوښ یو چې د لومړي ځل لپاره له افغان لوبډلې مالي ملاتړ کوو او امول هم هیله څرګندوي څو افغان لوبډله په نړیوال کرکټ کې لا ډېر پرمختګ وکړي او وځلیږي او هیله لرو دوی به په نړیوال جام کې له ځانه ډېره وړتیا وښيي.))

د یادولو ده چې د کرکټ نړیوال جام پنځوس اوریزې سیالۍ د روان زېږدیز کال په ۳۰مه په انګلستان او وېلز کې پیل او د همدې کال د جولای میاشتې تر ۱۴مې نېټې پورې به دوام ومومي. افغان لوبډله به د جون په لومړۍ ڼېټه خپله لومړنۍ لوبه د برېسټول په لوبغالي کې د اسټرالیا پر وړاندې ترسره کړي

View 5

Create Account



Log In Your Account