لوګرکې زده کوونکي د زده کړو په برخه کې له ستونزو سر ټکوي

لوګرکې زده کوونکي د زده کړو په برخه کې له ستونزو سر ټکوي

May 14, 2019

که څه هم په تېرو کلونو کې چارواکو څو څو ځلې ښوونځیو ته د ودانیو د جوړولو تر څنګ د پوهنې په برخه کې د نورو شته شتونزو د حل ژمنې کړې دي خو لا هم د لوګر ولایت په ډېری ښوونځیو کې د کافي اندازه، درسي مواد،د مسلکي ښوونکو نشتون، اداري تشکیلاتو کې ستونزې او پاکو اوبو دکمښت ستونزه پر ځای پاتې ده.

په لوګر ولایت کې په زده کړو بوخت زده کوونکي د یادو ستونزو د هواري د غوښتنې ترڅنګ وايي، یادې ستونزې د ښې زده کړې په مخ کې خنډ شوې دي .

د لوګر ولایت په ولسوالیو او لېرې پرتو سیمو کې د اوږدو جګړو له امله زده کوونکي اړ شوي چې د زده کړو له لپاره مرکز پل علم ته راشي  له همدې امله په مرکزي لېسو کې د زده کوونکو ګڼه ګوڼه زیاته شوې، چې اوس د درسي ټولګیو تر څنګ نورو امکاناتو ته هم اړتیا لري.

یوازې زده کوونکي ندي، چې پدې برخه کې د شته ستونزو څخه سر ټکو ي او د هواري غوښتنه کوي، بلکې ښوونکي هم مني، چې سته ستونزې د دوی د تدریس په مخ کې په لوی خنډ بدلې شوې دي .

په ورته مهال د لوګر ولایت سیمیز چارواکي ، د پوهنې په برخه کې یادې ستونزې مني او وايي، په لومړي سر کې به لوګر کې ۱۰۰ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې او د نورو ستونزو د حل لپاره هم هڅې روانې دي.

په لوګر ولایت کې زده کوونکي د زده کړو له نامناسب چاپیریال، د کتابونو له نشتون ، د مسلکي ښوونکو کمبود او ورته نورو ستونزو څخه پداسې مهال شکایت کوي، چې اوسمهال پدې ولایت کې ۳۱۳ ښوونځي شتون لري، چې له هغو څخه ۱۱۴ هغه يې اوس هم ودانۍ نلري

View 4

Create Account



Log In Your Account