لښکرګاه ښار کې د تېر په پرتله د سبزي جاتو بیې ټیټې شوي

لښکرګاه ښار کې د تېر په پرتله د سبزي جاتو بیې ټیټې شوي

May 14, 2019

تر دې وړاندي لښکرګاه ښاریانو شکایت کړی وو، چې په روژه کې په خورا بې ساري ډول د سبزي جاتو بېې لوړې شوي دي، په ځانګړې ډول هغه خوراکي توکي په لوړه بیه پلورل کیږي، چې له ګاونډیو هیوادونو افغانستان ته راغلي دي.

په وروستیو کې ولایتي ادارې لښکرګاه ښاروالۍ ته لارښوونه کړې وه، چې په ښار کې د خوراکي توکو بیې کنټرول کړي.

خو اوس یو شمیر ښاریان د لښکرګاه ښاروالۍ له وروستیو اقداماتو خوښ دي او وایي: چې د سبزي جاتو بیې ټیټي شوي دي، خو لا هم پدې برخه کې باید د ښاروالۍ هڅي دوام ولري.

یو شمیر هیټوال هم وایي: چې په وروستیو کې د سبزي جاتو بېې تیټې شوي دي او لامل یې دا بولي، چې اوس د هلمند خپل سبزي جات مارکیټ ته راوړل کیږي، ځکه له دې سره بیې ټیټي شوي دي.

لښکرګاه کې د سبزي جاتو او میوه جاتو خونې ولایتي مسئول حاجي غمی وایي: د ښاروالۍ له لوري ټاکل شوي کمیسیون په خورا جدي ډول په ښار کې د ټولو سبزي جاتو بېې کنترولوي او هغه کسان به له قانوني چلند سره مخ کیږي، چې د توکو خرڅولو کې هیڅ ډول انصاف په پام کې نه نیسي.

تر دې وړاندې د هلمند ولایتي ادارې تینګار کړی وو، چې ښاروالۍ دې ژر تر ژره په ښار کې د خوراکي توکو بېو څیړنه  وکړي، څو عام وګړي وکولای شي، چې په مناسبه بیه خوراکي توکي ترلاسه کړي.

View 6

Create Account



Log In Your Account