يونيسيف د ماشومانو پر مړينه  اندېښنه  ښوولې ده

يونيسيف د ماشومانو پر مړينه اندېښنه ښوولې ده

May 14, 2019

د ماشومان نړیوال صندوق يونيسف  ويلي، چې په  پاکستان کې د نويو زېږېدلو ماشومانو د مړينې کچه ډېره  زياته  لوړه شوې، چې له  امله يې د چارواکيو اندېښنې زياتي شوې دي.

 يونيسيف  په يوه تازه خپاره شوي راپور کې د ماشومانو د مړينې د کچې د لوړېدا تر شا په  کم عمرکې د نجونو ودونه، د عامه  پوهاوي نشتوالی، په  لري پرتو کليوالو سيمو کې د روغتيايي اسانتياوو نشتوالی او ځيني نور  لاملونه  ښوولي دي. چې په پايله کې ماشومان د زېږېدنې په لومړۍ مياشت کې ساه ورکوي.

په  راپور کې ويل شوي، چې دغه هيواد د نړۍ يو له  هغه  هيوادونو دی، چې په کې په  هر دوه ويشت  ماشومانو کې يو ماشوم د زوکړې په  لومړيو څلورو اوونيو کې ژوند له  لاسه  ورکوي. او په  دې هيواد کې د بې وزله  ماشومانو د پاتي کېدو امکانات  ډېر لږ دي.

د مېلادي کال ۲۰۱۶ د شمېرو له  مخې په  زرماشومانو کې شپږڅلوېشت ماشومان مړه شوي وو. چې دا شمېره  په  ګاونډي افغانستان کې په  زرو ماشومانو کې پنځه  ويشت  وه.

د بلوچستان په کلیوالو سيمو کې د ماشومانو مړينه  کېدای شي تر بل هرځای ډېره  زياته ده، چې يو لامل يې روغتيايي مرکزونو ته  د خلکو نه  لاس رسی او د ترانسپورټي اسانتياوو نشتوالی دی. خو ايالتي حکومت  بيا ادعا کوي، چې په  ايالت کې روغتيايي وضعيت  اوس ترپخوا ښه  شوی دی.

View 1

Create Account



Log In Your Account