په کوېټه کې چاودنې ۱۵ تنو ته  مرګ  ژوبله  واړوله

په کوېټه کې چاودنې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

May 14, 2019

په کوټه کې چاودنې د پوليسو په  شمول پنځلس تنو ته  مرګ  ژوبله اړولې ده. چاودنه  د ښار په  سېټلايټ ټاون سیمه کې شوې ده.

 په  کوټه کې په  سېټلايټ  ټاون  سيمه کې چاودنه  شوې، چې په  پايله کې يې د پوليسو په شمول پنځلس تنو ته  مرګ  ژوبله  اووښتې ده. چاودنه  په  ياده  سیمه کې د جومات مخ  د پوليسو موټر ته  نږدې شوې ده.

د کوټې د پوليسو مشر رزاق  چيمه  وايي، چې چاودنه  د چاودېدونکيو توکيو په  واسطه شوې، چې په يوه  موټرسايکل کې ځای پر ځای شوي او د پوليسو موټر ته  نږدې درول شوی و.

په  چاودنه  کې څلور پوليس سرتېري  وژل شوي او دوو پوليسو په  ګډون  يولس تنه  ژوبل شوي دي. چې د دوو تنو حالت  مرګونی دی.

د چاودنې ټپيان د کوټې سول  روغتون  ته  وړل شوي او په  روغتون  کې بېړنی حالت  اعلان شوی دی. له  چاودنې  وروسته  د پوليسو او ملېشه  ځواکونو سرتېري  د پېښې ځای ته  رسېدلي او د پېښې په  اړه  يې تحقيقات  پيل کړي دي. د بريد مسووليت  تحريک طالبان  پاکستان  منلی دی.

په  روژه  مياشت کې دا په  پاکستان کې څلورمه  خونړې پېښه  ده چې رامنځته  کېږي.  د تېري چارشنبې په  ورځ  د پنجاب ايالت  په  مرکز لاهور کې په  انتحاري  بريد کې پنځه  پوليس سرتېري وژل شوي  و. له  پېښې يوه  ورځ  وروسته  افغان پولې ته  څېرمه  په  کلاعبدالله  سيمه کې يو قبايلي مشر سره  د خپل ساتونکي وژل شوی و. او دوې ورځې وړاندې  په  صنعتي ښار ګوادر کې پر پنځه  ستوري پرل کانټيننټل هوټل د وسله  وال بريد په  نتيجه کې د دې هيواد د سمندري  ځواک  د يو سرتېري  په  شمول پنځه  تنه  وژل شوي  و. د بريد مسووليت  بلوڅ  ازادي غوښتونکي وسله  وال سازمان  منلی و.

تېره  مياشت  د  بلوچستان د پوليسو مشر محسن حسن بټ  په  کوټه کې يوې  غونډې ته  د وينا پر مهال ويلي و، چې د تېرو لسو کلونو په  موده  کې په  ايالت کې په هدفي وژنو، بمي چاودنو او د ناامنۍ په  نورو پېښو کې نهه  سوه  پوليس سرتېري  وژل شوي دي.

View 7

Create Account



Log In Your Account