۱۵۰۰ کډوال په خپله خوښه له پاکستانه راستانه شوي

د روان میلادي کال له مارچ میاشتې راهیسې ۳۸۹ افغان کورنۍ پخپله خوښه له پاکستان راستنې شوې دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري وایي چې له پاکستان افغانستان ته په خپله خوښه د کډوالو بیا ستنولو لړۍ پيل شوې ده او له مارچ راهیسې تر ۱۵۰۰ ډېر کسان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

ددغه ادارې د معلوماتو له مخې په پاکستان کې ددوی دوه لوی مرکزونه د بېرته ستنېدونکو کډوالو چوپړتیا کوي او اړین امکانات ورته برابروي. سرچینه کاږي چې د ژمي په موسم کې د کډوالو ستنېدلو لړۍ درول شوې وه، چې اوس بېرته پیل شوې او تمه ده چې چټکه شي.

پاکستان د افغان کډوالو د اوسېدو موده غځولې ده، خو سره له دې هم هلته د افغانانو ژوند له ستونزو سره مخ دی او پاکستانی حکومت وخت ناوخت پر دوی د فشار هڅه کوي.

د څرخي پله زندان کې شخړې ۳۷ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

د پلچرخي زندان کې د بندیانو او پولیسو ترمنځ شخړه کې ۴ کسان وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پرون سې شنبه ماښام رسنیو ته وویل، سخړه  د نشه‌يي موادو ځانګړې زندان کې هغه مهال رامنځ ته شو چې پولیسو دغلته د یو مشترک امر له مخې تالاشي کوله.

د ښاغلي رحیمي په وینا د زندان په درې څلور بلاکونو له تالاشۍ وروسته چې کله پولیسو د پاتې بلاکونو تالاشي پیل کړه، یو شمېر زندانیانو له‌خوا برې برید وشو چې په وینا یې لس سرتیري یې ټپیان کړل او د هغوی د وسلو د اخېستو هڅه یې کوله.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه:

“دوی هڅه کوله چې له پولیسو او امنیتي ځواکونو څخه وسلې واخلي چې په نتیجه کې نښته وشوه او په‌کې څلور کسان ووژل شول، ۱۳ نور یې ټپیان شول. همدارنګه په‌دې نښته کې ۲۰ تنه پولیس هم ټپیان دي.”

ښاغلي رحیمي ونه ویل چې پاریدلې زندانیانو پولیس په کومو وسایلو ټپیان کړي دي.

د افغانستان په زندانونو کې د بندیانو او پولیسو ترمنځ د اخ و ډب دا ډول پېښې د مخه تردې هم رامنځته شوي.

په پلچرخي او نورو زندانونو کې بندیان وخت په وخت د شکنجې او د زندان ساتونکو له ناوړه چلند هم شکایت کوي.

همدارنګه ویل کېږي چې زندانونو ته ډېرکله له بهره منعه شوي وسایل لکه نشه‌يي مواد، موبایل ټیلیفونونه او نور په قاچاقي توګه ور وړل کېږي چې وروسته یې پولیس د ټولولو لپاره د زندان په خونو کې تالاشي کوي.

هند پر چابهار بندر د امریکا د بندیزونو له امله اندېښمن دی

د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوارج ویلي، ښايي د امریکا د بندیزونو له امله سوداګر په چابهار بندر کې پانګونه و نه کړي او د هند او ایران ترمنځ ددغه بندر د پراختیا لپاره ګډه همکاري زیانمنه کړي.

نوموړې ټینګار کړی چې ددغه بندر په اړه به خپلې اندېښنې له امریکايي چارواکو سره شریکوي. سره له دې چې امریکايي چارواکو دغه بندر له بندیزونو مستثنی کړی دی، خو د هند د بهرنیو چارو وزیرې ویلي په دې اړه به ځان په بشپړه توګه ډاډه کوي.

نوموړې همدا راز د امریکا د وروستیو اقداماتو له امله له ایران سره د خپل هېواد سوداګري او راکړه ورکړه هم په زیان او خطر کې بللې ده او وايي کوښښ به وکړي چې په دې برخه کې له امریکايي چارواکو سره ستونزې حل کړي.

ورځ بلې ته د انلاین سوداګرۍ کچه په لوړېدو ده

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، ورځ بلې ته د انلاین سوداګرۍ کچه په لوړېدو ده.

د دغه وزارت ویاند سمیر رسا رسنیو ته وویل، دا چې د دغې سوداګرۍ د جوازونو د اخېستلو په برخه کې اسانتیاوې موجودې دي، شرکتونه ورته لېواله او شمېر یې ورځ تر بلې زیاتېږي:

“له سوداګرۍ وزارت سره د انلاین سوداګریزو شرکتونو ثبت روان دی چې تر دې دمه ګڼ شمېر شرکتونه راجسټر شوي او ورځ بلې یې ته یې شمېر په زیاتېدو دی، ځکه د جوازونو د ثبت پروسه ډېره اسانه شوې ده.”

ښاغلی رسا وایي، سره له دې چې په افغانستان کې د دغې سوداګري له پیل نه کم وخت کېږي او تراوسه ورته قوانین مشخص شوي نه‌دي، خو د دوی د تولیداتو او فروشاتو له کیفیت نه جدي څارنه کوي.

د انلاین سوداګرۍ له لارې خلک د انټرنټ له لارې پلور او پېر کولای شي.