د څرخي پله زندان  کې شخړې ۳۷ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

د څرخي پله زندان کې شخړې ۳۷ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

May 15, 2019

د پلچرخي زندان کې د بندیانو او پولیسو ترمنځ شخړه کې ۴ کسان وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پرون سې شنبه ماښام رسنیو ته وویل، سخړه  د نشه‌يي موادو ځانګړې زندان کې هغه مهال رامنځ ته شو چې پولیسو دغلته د یو مشترک امر له مخې تالاشي کوله.

د ښاغلي رحیمي په وینا د زندان په درې څلور بلاکونو له تالاشۍ وروسته چې کله پولیسو د پاتې بلاکونو تالاشي پیل کړه، یو شمېر زندانیانو له‌خوا برې برید وشو چې په وینا یې لس سرتیري یې ټپیان کړل او د هغوی د وسلو د اخېستو هڅه یې کوله.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه:

"دوی هڅه کوله چې له پولیسو او امنیتي ځواکونو څخه وسلې واخلي چې په نتیجه کې نښته وشوه او په‌کې څلور کسان ووژل شول، ۱۳ نور یې ټپیان شول. همدارنګه په‌دې نښته کې ۲۰ تنه پولیس هم ټپیان دي."

ښاغلي رحیمي ونه ویل چې پاریدلې زندانیانو پولیس په کومو وسایلو ټپیان کړي دي.

د افغانستان په زندانونو کې د بندیانو او پولیسو ترمنځ د اخ و ډب دا ډول پېښې د مخه تردې هم رامنځته شوي.

په پلچرخي او نورو زندانونو کې بندیان وخت په وخت د شکنجې او د زندان ساتونکو له ناوړه چلند هم شکایت کوي.

همدارنګه ویل کېږي چې زندانونو ته ډېرکله له بهره منعه شوي وسایل لکه نشه‌يي مواد، موبایل ټیلیفونونه او نور په قاچاقي توګه ور وړل کېږي چې وروسته یې پولیس د ټولولو لپاره د زندان په خونو کې تالاشي کوي.

View 1

Create Account



Log In Your Account