ملنګان

ملنګان

June 2, 2019

لیکوال، غلام رباني فیاض

ملنګه دوې ګټې دې وکړې یؤ دې خېر ټول کړ بل دې وکړل دیدنونه. ـــــــــــــــــــــــــ د ملنګانو پۀ اړه به مو کیسې اوریدلې وي!: د جنوبي اسیا پۀ هېوادونو کې پۀ هره ټولنه کې ملنګان شته هغه کۀ د هر مذهب او دین سره تړاؤ ولري خو د ملنګ پکې خپل مقام وي . پۀ ځانګړې توګه زمونږ پۀ پښتنه ټولنه کې یې بیا شمېر تر نورو زیات دی کیدی شي یؤ لامل یې فقر وي خو کۀ نور اړخونه وڅیړو نو جهالت هم پکې رول لوبوي . زمونږ پۀ ټولنه کې داسې یؤ اعتقاد وجود لري چې ملنګان ټول د کراماتو خاوندان دي . ځیني ،ځیني به وي خو ټول ملنګان د کرامت څښتنان نۀ وي . زما د ماشومتوب پۀ دؤر کې زمونږ پۀ سیمه کې هم ملنګانو شتون درلود هغه چې زما پۀ یاد دي د غار ملنګ ، دسلیم ابا ملنګان ، بادشاه میر ملنګ خو تر ټولو مشهور ملنګ بیا رنګین ملنګ ؤ چې د صبریو د زمبر پۀ سیمه کې هستوګن ؤ . ما کله هم رنګین ملنګ لۀ نږدې نۀ دی لیدلی نو ځکه مې غؤږونه هم دده د نورکارو لۀ ټپونو پۀ امان وو . رنګین ملنګ به چې لۀ کوم کلي تیریدۀ نو هر ماشوم به چې مخې ته ورغی نو پر غؤږ به یې ورته داسې نوکاره لګؤله چې د ماشوم غؤږ به یې نږدې پورې راپورې سوری کړ د همدې نوکارو لپاره یې دوه نوکونه تل غټ او اوږدۀ ساتل د ملنګ دغه نوکاره خلکو تبارک ګاڼۀ خو ما به چې کله هم د رنګین ملنګ غږ واوریدۀ نو دوه پښې به مې خپلې وې او دوه به مې ورسره پور کړې او لرې د پټیو منځ ته به تښتیدم . یواځې زۀ نۀ وم نور ماشومان هم وو چې د رنګین ملنګ د غږ سره به تښتیدل . البته لۀ لېرې مې لیدلی ؤ غټه سورؤره ږیره یې وه لۀ ونې ټیټ تبلخلی غوندې ؤ . د رنګین ملنګ یوه بله مهمه دنده دا وه چې پر نوي زیږیدلي ماشومانو به یې نومونه کېښودل ډېرو خلکو به خپل ماشوم څو میاشتې دې ته پریښی ؤ چې رنګین ملنګ راشي او نوم ورته پرې کیدي . فکر کوم رنګین پۀ ملنګۍ کې دومره څه تر لاسه کړل چې د چا خبره نیستي یې غؤڅه شوه کله چې زه زلموټی شوم نو بیا مې رنگین ملنگ نه دی لیدلی خو هغه تر ډیره ژوندی ؤ . د هجرت په شپو ورځو کې هغه د کورمې ایجنسۍ د بګن ښارګوټي سره نږدې چېرته اوسیدۀ. د اوریدو کیسه ده وايي : یوه ورځ چې سخت باران شوی ؤ د رنګین ملنګ خره د کورمې سیند پۀ منځ کې ایساره شوې وه چې کله رنګین خبر شو نو لۀ کوره راووت او د سیند غاړې ته یې ځان ورساوۀ څه خاورې شګې یې دم کړې او د خپلې خرې پر لور یې وروشغؤلې او ویل یې دا درنګین ملنګ خره ده پر دې سیلابونه هیڅ اغیز نة شي کؤلای اوس ګوره چې سیلاب به لاره ترې چپه کړي خو سیلاب د ملنګ هیڅ لحاظ ونۀ کړ او پۀ څو شیبو کې یې د ملنګ خره پر سر واخیسته بس چې کوم ځای ته یې رسولې وي نو . ملنګ ځؤړند غؤږونه واپس کور ته ستون شو . ملنګه دوې ګټې دې وکړې یؤ دې خېر ټول کړ بل دې وکړل دیدنونه

View 251

Create Account



Log In Your Account